اسلام اباد کې د سید جمال الدین افغاني تلین غونډه جوړه شوه

د نهاد جوانان مسلمان (نجم) د اسلام اباد ساحوي دفتر په نوښت د جمعې ورځ (د حوت ۲۲مه) په اسلام اباد نړیوال اسلامي پوهنتون کې سید جمال الدین افغاني د تلین په مناسبت علمي کنفرانس وکړ.

کنفرانس ته د افغان لیکوال، تحلیلګر او جهادی شخصیت ښاغلي محمد زمان مزمل سربیره د عربي نړۍ ځینې شخصیتونو ویناوې وکړې.

د سید جمال الدین د مړینې کلیزه د نجم د تاسیس له ورځې سره سمون خوري. که څه هم دا سمون تصادفي دی، خو نجم د سید جمال الدین افغاني د فکر تسلسل دی.

وروسته لدې، چې په اسلام اباد کې د نجم مسئول ښاغلي عبدالحی قانت نجم معرفي کړ او د کنفرانس پرانیسته وینا یې وکړه، د اسلام اباد پوهنتون مصري استاذ او د عربي نړۍ کارپوه نبيل فولي د سید جمال الدین افغاني پر فکر او تګلاره خبره وکړه.

د نوموړي په وینا سیدجمال‌الدین افغاني په اسلامي نړۍ کې د قانون حاکمیت، ښاري اصولو پیاوړتیا او د ولسونو د حقونو د خوندیتوب لپاره مبارزه کوله. ښاغلي فولي زیاته کړه، سید د دې تر څنګ، چې د سیاستوالو او حکومتي مشران د اصلاح هڅه یې کوله، د ټولنې د جوړولو فکر هم ورسره وه. استاذ زیاته کړه علامه سید جمال الدین افغاني فکر جوړونه کوله او په پایله کې يې شخصیتونه جوړول.

ورپسې افغان لیکوال او جهادي شخصیت استاذ محمد زمان مزمل د سید جمال الدین افغان پر شخصیت او مبارزه رڼا واچوله. د استاذ په باور د سید د مبارزې په وړاندې یو ستر خنډ له بده مرغه هغه علما او مشایخ وو، چې حکومتونو ته نږدې وو. د سید په څېر د نورو اصلاح غوښتونکو د مبارزې خنډ هم هغه سنتي علما پاتې شوي دي، چې د مسایلو درک کې يې ستونزه درلوده او ټولنې ته یې له یوې ځانګړې زاویې کتل. استاذ مزمل وویل، هغه مهال ملایان سطحي وو، سید هم د سطحي ملایانو او هم مستبدو حاکمانو مخالف وو. هغه زیاته کړه، د سید د مبارزې یوه ستره برخه د میراثي سیاستونو پر ضد وه.

استاذ مزمل همدارنګه له نجم نه مننه وکړه، چې د ستر سید جمال الدین افغاني په یاد کې یې علمي کنفرانس جوړ کړی، پداسې حال کې، چې په هیواد کې دننه د هغه په نامه هیڅ یوه اداره نشته.

د غونډې وروستی ویناوال د پوهنتون فلسطینی استاذ دکتور سلیمان الحوامده و. استاذ حوامده، چې افغانان له نږدې پېژندل، د سید پر ژوند او مبارزې بحث وکړ. استاذ وویل، افغانستان د سترو شخصیتونو ځای دی چې له هغې جملې سیدجمال الدین افغاني یو دی.  استاذ سید د استبداد ضد وباله او استبداد یې د اوسمهالې اسلامي نړۍ ستره ستونزه وبلله.

غونډې ته په پوهنتون کې له افغان محصلینو پرته ګڼ شمېر بهرني محصلین هم راغلي وو.

دا لومړی ځل دی چې د اسلام اباد په نړیوال اسلامي پوهنتون کې د سیدپېژندنې په اړه په دې کچه غونډه وشوه.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *