نجم د ارکانو کلنۍ اجتماع وکړه

نهاد جوانان مسلمان (نجم) د ۱۳۹۳ کال د حوت میاشتې په ۲۸مه جلال اباد ښار کې د خپلو کارونو د ارزونې او پلان جوړونې په موخه د ارکانو کلنۍ اجتماع ترسره کړه.

پدې اجتماع کې، چې درې ورځې وه، د افغانستان له بیلا بیلو ولایتونو څخه د نجم شاوخوا ۱۰۰ ارکانو برخه اخیستې وه. د نجم له تاسیس راهیسې د ارکانو درې اجتماعات دایر شوي دي.

د نجم رئیس ښاغلي دکتور رحمت الله زاهد د دې اجتماع اصلي موخه د ارکانو د وړتیا لوړولو په موخه د هغوی روزنه او د ټولنې د کارونو د لا ښه والي او پراختیا لپاره دقیقه پلان جوړونه او سلا مشوره وښوده.

د اجتماع عمومي مسئول مدثر اسلامي په وینا د درې ورځو په ترڅ کې د راپورونو د ارزونې او راتلونکي لپاره د کارونو د پلان تر څنګ، په بیلا بیلو موضوعاتو (لکه: اسلامي حرکت او د ځوانانو کار، په اسلامي کار کې د قیادت جوړونې اړتیا، د غوره رهبر ځانګړتیاوې، انلاین نړۍ او ځوانانو ته فرصتونه، او نور) علمي بحثونه وشوو.

هغه زیاته کړه: د نجم د کارونو د لا سمون لپاره د دې ټولنې د بیلا بیلو څانګو د کاري تصور په اړه سلا مشورې او بحث وشو او د کار د ښه والي لپاره د ګډون کوونکو تجربې او وړاندیزونه شریک شوو.

د نجم رکن او د اجتماع ګډون کوونکی عبدالوهاب وايي: د اجتماع تر ټولو په زړه پورې او له احساساتو ډکه شیبه هغه وه، چې د نجم رئیس او د مشرتابه نور غړي د نجم د ارکانو له خوا محاسبه کیدل او په ځواب کې د نجم رهبري هیڅ نه ویل.

دکتور رحمت الله زاهد په پای کې اجتماع بریالۍ وارزوله او د نجم له ارکانو یې غوښتنه وکړه، چې د تصویب شوي پلان په رڼا کې د نجم موخو ته د رسیدو لپاره هڅې لا ګړندۍ او پراخه کړي. هغه همدارنګه په ارکانو غږ وکړ، چې د ټولنې په سمون او د وطن په رغونه کې اغیزمنه او د پام وړ ونډه ولوبوي.

د نجم تربیت مسئول حمزه مومنن حکیمي وايي نجم په افغانستان کې د ځوانانو تر ټولو سترې اسلامي ټولنې په توګه په کارونو کې سلا مشورې ته ژمنه ده. په وینا یې له همدې امله د افغانستان له ټولو ولایتونو د نجم ارکان هر کال راټولیږي او د کارونو په اړه مشورې کوي، چې له یوې خوا د کارونو بریا حتمي کوي او له بل پلوه په مسئولینو کې د حساب ورکونې حس پیاوړی کیږي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *