ټولنيزې رسنۍاو ټولنیز پرېکون
صديق الله راشد
د تعليمي، اقتصادي او فکري ﺯيانونو تر څنګ ددې رسنيو ستر ﺯيان د ټولنیزو مباشرو اړيکو پرېکون دى، د تاريخ په اوږدو کې زمونږ دی هیواد خلک د اړيکپالنې لرغونى دود لري، دوۍ کې د اړيکو د پالنې معيار خورا بنسټيﺯ او بې سارى بلل کېږي، آن تر دې چې کليوال که څه هم نسبى اړيکه ونلري تل د يو بل څنګ ته درېدلې دي او هر اړخیز لاسنيوى ېې کړى دى، اسلام دین هم د انسانانو ترمنځ د اړيکپالنې معيارونه نړۍ ته وړاندې کوي، او د عقيدې په تار تړلى امت يو دبل همکارۍ ته هڅوي، او د امت بچيان د يوې کورنۍ په ستر معيار نوموي چې وايي:
إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ الحجرات ۱۰
ژباړه: (ټول مومنان سره وروڼه دي)
خو دا اړيکې اوس تر ډېره بريده پيکه او نا څرګندې بريښي،چې په لاندې مثالونو کې ېې ښه وضاحت کېدلاى شي:
1. پخوا به حجرې ته د مېلمنو په راتګ ګڼ کليوال يوې حجرې نه را ټولېدل ولې اوس کوربه هم خپلې سترګې د موبايل په سکرين خښې د مېلمه له حاله نا خبره ناست وي.
2. پخوا به مېلمه له ګڼو کليوالو خاطرو سره د مجلس ټولې خواوې ځانته کشولې ولې اوس يواﺯې د خپلو ماشومانو له حاله خبر وي.
3.پخوا به ماﺯيګري کليوالو بنډارونو ته ماشومان هم حاضر ٶ خو اوس يواﺯې څو سپين ګيرى ناست او ځوانان د شبکې د سم کار لپاره بامونه او غونډۍ تر خپل کنترول لاندې راولي. او داسې نور…
درنو لوستوالو ددې بدې پديدې نتيجه داسې اخيستلاى شو:
1. د مېلمه او کوربه تر منځ نا مناسب چلند نفرت ﺯېګوي.
2. ولسى همکارى په دوربين کې هم نه ليدل کېږي.
3. د فېسبوک کارونکي شخصيت تل تر سوال لاندې وي.
4. د خلکو پر وړاندې د نورو ارﺯښت ورځ تر بلې کمېږي.
5. د ځوانانو سرنوشت کاملا نا معلوم برېښي.
6. سپک او درانه خلک پکې يو وﺯن لري او ګڼ نور…