د جومات په لار کې
ليکنه: اسدالله ريان، د رسالت فرهنګی انجمن غړی
د ژمي سړه ورځ وه، سهار وختي د جومات په لوري روان شوم. سترګې مې په دريو ځوانانو ولګيدې چې په منډه، منډه جومات لوري ته وردانګي. زما زړه ورته دعا وکړه چې الله دی دوی ته اجر ورکړي، څومره په اخلاص سره د الله کور ته راځي، مګر کاشکي چې دا ديني توصيه يې هم په پام کې نيولې وی چې په ډير درنښت او وقار سره جومات ته راتللې.
زه پرې وډار شوم چې خدای مه کړه په دی واوره او يخک کې و نه لويږي. په همدې سوچ کې وم چې دوی را نه مخکې شول. د جومات د ګروپ رڼا په خپل ځان کې راونعښتل او وار له واره يې خپل مسير ته تغير ورکړ. او د جومات له دروازې نه تير شول. ورته و مې کتل، ګورم سپورتي دريشۍ يې اغوستې وې او د کلپ په لور لاړل. زړه مې چې پخوانی هيلې يې لاهو شوې وې، ناڅاپه په دړزا شو او ويې ويل: ای ځوانانو! ای د رسول الله امتيانو! ای د دين وارثانو! راشې د لمانځه وخت دی، لومړی لمونځ وکړی، بيا سپورت ته لاړ شی. که مو دا کار وکړ، الله به مو په سپورت کې هم برکت واچوي.
الله جل جلاله دې دوی ته لارښوونه وکړي.