د دعوتی مرکزونو دندې او مسؤلیتونه
لیکوال: نثار یوسف نادیادوالا
ژباړه: ریاض سادات- د رسالت فرهنگی انجمن غړی
اګاتپوري د هندوستان د مهاراشترا ایالت د ناسک په ولسوالۍ کې یو ښارګوټی دی چې څو سوه مسلمانې کورنۍ پکې اوسېږي. دغه ځای د عمومي سړک نه ډېر لرې پروت دی. په دغه ښارګوټي کې یو لوی جومات دی او د هغې نه لږ وړاندې د دعوت یو کوچنی مرکز دی چې تقریباً د جومات د لسمې برخې په اندازه به وي. ددغه ځای یو څو تعلیم یافته ځوانان مسلمانان د نورو نړیوالو مبلغینو او داعیانو په څېر د دعوت دغه مرکز چلوي. څو کاله مخکې چې زه کله مادرید ته تللی وم، هلته مې د جمعې لمونځ په یو جومات کې ادا کړ چې د دعوت مرکز هم پکې ؤ. دا لوی جومات او د دعوت مرکز د سعودیانو له خوا جوړ شوی ؤ او ماته په هغه وخت کې ویل شوي وو چې هلته په لږو کلونو کې څو سوه هسپانیانو اسلام منلی ؤ.
دا که د اګتاپوري په شان وړوکی ښارګوټی وي او که د مادرید په شان نړیوال ښار، د دعوت مرکزونه هرچېرته شته. اصلاً باید د دعوت د مرکزونو کار د جوماتونو له خوا شوی وای، خو اوس همدا کار د دعوت مرکزونه ترسره کوي چې په هغې کې یو کمپیوټر، د اسلامي کتابونو او مجلو څخه ډکه المارۍ او د نومیالیو مبلغینو ویډیوګانې موجودې وي. د دعوت په مرکزونو کې تل د خلکو ګڼه ګوڼه وي او مېلمانه پکې ښه پالل کېږي.
د د عوت په مرکزونو کې ګڼ شمېر خیریه کارونه سرته رسیږي. دا داسې بېکاره ځای ندی چې صرف کتابونه او ویډیوګانې پکې اېښودل شوي تر څو غیر مسلمان خلک یې لیدو ته راشي، بلکې دلته ټول هغه نېک کارونه ترسره کېږي چې ټولنې ته پکې خیر رسېږي. په حقیقت کې په ډېری ځایونو کې د دعوت مرکزونه د ټولنیزو مرکزونو په بڼه کار کوي چې ټولنیز خدمتونه سرته رسوي. دا هم د عمومي زده کړې ځایونه دي او هم د اسلامي معلوماتو خپرولو ځایونه دي. دا مرکزونه د مسلمانانو او غیر مسلمانانو په چوپړ کې دي. هغه خلک چې دغه ډول واړه او متوسط دعوتي مرکزونه چلوي او یا په د اسلامي خیریه اعمالو د ترویج لپاره کار کوي، هغوی باید لاندني ټکي په پام کې ونیسي:
۱ – د ټولنیزو چارو په اړه غونډې او سیمینارونه دایرول لکه روغتیا پالنه، د واده او کورنۍ مسایل، د مړي د لمبولو طریقه او داسې نور کارونه. د مسلکي مسایلو لپاره باید متخصصین راوغوښتل شي.
۲ – په ځانګړو ورځو کې د کورنۍ شخړو او لانجو د حل لپاره مشورتي مرکزونه پرانستل.
۳ – د زده کوونکو او زده کړیالانو لپاره د بلاغت او فصاحت سیالۍ برابرول. (د هلکانو او نجونو لپاره جلا)
۴ – که چېرته وتلي او نومیالي داعیان لرئ نو د اسلام او نورو دینونو تر منځ د مباحثې پروګرام جوړول.
۵ – د هغه خلکو لپاره چې د دعوت د لارې سره لېوالتیا لري، د روزنې او ښوونې پروګرام دایرول.
۶ – ددې هر څه په څنګ کې د قرآن ښوونې، احادیثو درسونه، د عربي ژبې زده کړه او داسې نور ښوونیز او روزنیز کورسونه جوړول.
۷ … ۸ … ۹ … ۱۰… ۱۰۰…
نور تاسې د خپل ځای او رواج په پام کې نیولو سره خپل نظریات اضافه کړئ، محلي دعوت د ټولنې د بهترۍ او پرمختګ لپاره تر ټولو ښه لاره ده.
۷ – د عقایدو په برخه کښې کورسونه دایرول ترڅو مسلمانان د خپلې عقیدې څخه باخبره و اوسي.