د علم ترڅنګ باید نور څه زده کړو؟

لیکنه: نثار یوسف نادیادوالا
ژباړه: ریاض سادات، د رسالت فرهنګی انجمن غړی

د احزاب په سورت کې راغلي: او محمد (ص) ستاسې لپاره تر ټولو ښه بېلګه ده چې د هغه پېروي وکړئ… مونږ صرف یو څو نمونې کارونه زده کړي او داسې انګېرو چې ګني په سمه لار روان یو. زمونږ ډیری کارونه صرف د عبادت پورې محدود دي او اخلاق مو د یاده ویستلي، ځینې کسان یوازې روحانیت ته توجه کوي او سهي ایمان ترې پاتی وي. ډیری مسلمانان د محمد (ص) د ژوند د هغو کارونو پیروي کوي چې ورته اسان وي، او پاتې کارونه په خپل ځای پاتې وي. یو وار ما د خپلو مخاطبینو څخه پوښتنه وکړه چې ستاسو څخه څو تنه د قرآن او آحادیثو منظمه مطالعه کوئ؟ ډیری اورېدونکو خپل لاسونه پورته کړل.  زما بله پوښتنه دا وه چې ستاسې څخه څو تنه مړي ته غسل ورکولی شي؟ په ځواب کې صرف یو دوه لاسونه پورته شول.
زمونږ څخه څو تنه د جنازې لمونځ امامت کولی شو یا مړي ته غسل ورکولی شو؟ مونږ دا کارونه عالمانو او ملایانو ته پرېږدو، پداسې حال کې چې که مونږ د دعوت د لارې پیروان واوسو نو باید دا کارونه مو ښه زده وي.  د یو داعي لپاره اړینه نده چې دی دې یو لوی عالم واوسي او کله چې پوه شي د جنازې د امامت یا د مړي د وینځلو لپاره څوک نشته نو دی ووایي زه یې نشم کولی. زمونږ او ستاسې اکثره خلک د اختر  لمانځه په طریقه هم نه پوهېږي، په همدې خاطر په هر اختر کې امام د اختر د لمانځه طریقه بیانوي.
ډیری وخت داسې کېږي چې کله کومه مسلمانه ښځه مړه شي نو خلک اخوا دېخوا منډې وهي چې داسې یوه ښځه پیدا کړي چې مړي ته غسل ورکړي. اکثره مسلمانې ښځې قرآن کریم تلاوت کوي او اسلامي درسونو ته کېني خو چې کله خبره د عملي کار راشي، بیا یې هر هغه څه د یاده ووځي چې مخکې یې زده کړي وي. زمونږ او ستاسې دین باید یوازې د قرآن او حدیث د زده کړو پورې محدود نه وي، بلکې په ورځنیو چارو کې د هغه زده کړو پلي کول هم اړین دي.
حضرت محمد (ص) ښه ښوونکی ؤ او صحابه کرامو ترې هر څه ښه زده کول. هغوی به د اړتیا په مهال جنګیالي وو، بیا به یې د اړتیا په مهال مړو ته هم غسلونه ورکول او د قربانۍ د مالونو حلالول یې هم ښه زده وو. حتی د رسول الله (ص) ښځې حضرت عایشه رضی الله تعالی عنها به هم د قربانۍ لپاره مالونه په خپله حلالول، پداسې حال کې چې اوسمهال زمونږ او ستاسې  ځینې نارینه هم د حلالې څخه ډارېږي.
د دین نه زده کول او یا هغه څه مو چې زده کړي د هغې نه عملي کول یوه ټولنه د ډېرو ناخوالو سره مخ کوي او زمونږ کلتور ته ډېر ناوړه عادتونه راننباسي. د دعوت مرکزونه باید د دین اساسي زده کړو لپاره غونډې او ناستې جوړې کړي چې زمونږ او ستاسې مسلمان ورونه د اسلام د مبارک دین هر ډول اساسي  زده کړې تر لاسه کړي او بیا یې د اړتیا په مهال عملي کړي.

1 دیدگاه برای «د علم ترڅنګ باید نور څه زده کړو؟»

  • نوامبر 22, 2017 در t 6:56 ق.ظ
    Permalink

    بلکل سم مو وفرمایل
    د دین زده کړه فرض عین و د دنیا زده کړه فرض کفایی ده

    پاسخ دادن

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *