نوی تعلیمي کال مبارک! 

د هیواد د ښوونځیو ګرانو زده کوونکو، درنو ښوونکو، میندو او پلرونو، چارواکو او قومي مشرانو او ټول معارف پالونکي ولس ته دې د نوي تعلیمي کال پیل مبارک شي. نوی تعلیمي کال د پسرلي له راتلو سره سم پداسې حال کې د ښه او هوسا راتلونکي زیری له ځان سره راوړي چې د هیواد معارف لا له ګڼ شمیر ګواښونو سره مخ دی.

نهاد جوانان مسلمان (نجم) پداسې حال کې چې په تیرو کلونو کې د پوهنې وزارت د مشرتابه هڅې ستايي او پدې برخه کې شته لاسته راوړنې د قدر وړ بولي، د حکومت په رهبري او د معارف سکتور په چارواکو غږ کوي چې معارف سره د یوه ارزښتناک اولویت په توګه چلن وکړي او د ښه کیفیت زده کړو ته د ټولو ماشومانو د برابر لاسرسي په برخه کې لا ډیر کوټلي ګامونه واخلي. په ډیر شمیر لرو پرتو سیمو کې د ښوونځيو نشتون، د ښوونکو ټیټه علمي او تدریسي سویه او د ښځینه ښوونکو کمبود، د تعلیمي نصاب بدلون او غوره والي ته اړتیا، ټولو زده کوونکو ته د تدریسي کتابونو په رسیدلو کې ستونزې او د زده کوونکو د ازموینو په برخه کې د یوه معیاري میکانیزم نشتون، د نورو ننګونو تر څنګه هغه ستونزې دي چې د تعلیم کیفیت یې تر ډیرې کچې زیانمن کړی دی.

نجم هیله لري چې ۱۳۹۷ کال په هیواد کې د لوړ کیفیت زده کړو ته د برابر لاسرسي لپاره یوه ښه پیلامه شي، او د دې هیلې ریښتیا کیدل د دولتي او غیر دولتي ادارو، مدني ټولنې، کورنیو او ولسونو ګډ او ریښتیني کار ته اړتیا لري. پدې لړ کې، ځوانان تعلیم او تحصیل ته هڅول د نجم د موخو په سر کې راځي چې پدې برخه کې یې یواځې د ۱۳۹۷ کال په اوږدو کې تر ۱۸۰ لویې او وړې تعلیمي برنامې لکه: سیمینارونه، کنفرانسونه، د تقدیر غونډې، سیالۍ، متعلمینو او محصلینو سره د همکاري کمپونه، او… ترسره کړي دي چې د ګټه اخیستونکو شمیر یې له ۳۰ زره څخه اوړي. د نجم له لوري د ۱۳۹۵-۱۳۹۶ کلونو په ترڅ کې د معارف ستوری سیالي په لار اچول د هیواد د تعلیمي نظام په تاریخ کې بې ساری کار و، چې د نجم د ځوانانو په نوښت او هڅو، معارف وزارت او اړونده ولایتي ریاستونو سره په همغږۍ تر ۷۰ زره ښځینه او نارینه زده کوونکو پکې برخه اخیستلې وه. د سیالي دوه سترې موخې، د زده کوونکو تر منځ د مطالعې فرهنګ عامول او د زده کوونکو د زده کړې وده او پرمختګ وې. نجم د هیواد له ټولو ادارو، ګوندونو، ټولنو، ډلو او افرادو غواړي چې په ټولنه کې د پوهې ارزښت ته په پام سره د تعلیمي نظام په خوندیتوب او پرمختګ کې ممکن کوښښونه وکړي او زده کوونکو ته د یوه هڅوونکي او خوندي تعلیمي چاپیریال په برابرولو کې برخه واخلي.

د پرمختللي او اسلامي تعلیمي نظام په هیله!

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *