ځوانانو! راتلونکی داسې نه خپليږي

په کور کې راسره يو حاجي صیب ميلمه و، د کونړ د کانکور د ازموينې په اړه خبره راغله. هسې هم د ټول هيواد کانکور ماشاء الله سمه تماشا وي، د امتحان اخستنې يو اصل هم پکې نه په سترګو کيږي، خو بيا د کونړ په څير ولايتونو کې بيخې امتحان نه بلکې ګروپي کار وي.

حاجي صیب راته وويل چې د امتحان اخستنې هيئت له کابل څخه راغلی و، سختي يې کوله او هڅه يې دا وه چې څوک نقل ته پرينږدي، خو هغوی تهديد کړل شوو تر څو صحنه سخته نه کړي. پدې کې د کونړ والي صحنې ته راغی چې موټر يې د ټیليفون د سګنلونو د کنترول دستګاه لرله، هغه هم د صحنې څخه لیرې کړل شو تر څو په ټیليفون نقل کوونکو ته مزاحمت ونه شي.

ما ورته وويل: حاجي صیب دا کار خو زمونږ د هيواد راتلونکي ته ډير خطر لري، بايد په سخته يې مخه ونيول شي. هغه راته په ځواب کې وويل: د شمال او غرب په ولايتونو کې دري ژبو ته خلاصې صحنې وي، هغوی خپلو انتخاب شوو پوهنځيو ته ځي، که د پښتنو په سيمو کې داسې ونه شي نو پښتانه خپلو انتخاب شوو پوهنځيو ته لاره نه شي پیدا کولی.

دا يواځې د دغه محترم حاجي صیب خبره نه، بلکه له ډيرو باسواده خلکو څخه مې هم دغه ډول خبرې اوريدلي دي، او دا به يواځې د پښتنو د سيمو خبره نه وي، بلکه په هره سيمه کې به د امتحان په صحنه کې د نقل لپاره همدغه بهانه کارول کيږي، چې تر څو ترې د بلې سيمې، سمت، قوم او ژبې خلک پوهنتونو ته په تللو کې مخکې نه شي.

زمونږ د هيواد ستونزې په لسګونو او سلګونو نه بلکه په زرګونو دي، خو ځينې ستونزې مو هغه دي چې لنډ مهالې اغیزې لري، ځينې يې بیا راتلونکې اوږد مهالې اغيزې لري، چې په دغه ستونزو کې تر ټولو لویه ستونزه زمونږ د معارف او عالي تحصيلاتو اوسنی حالت دی. د ډيرو په آند تيره ديارلس کلنه دوره زمونږ د هيواد لپاره د ډيرو لاسته راوړنو دوره وه او په ځانګړې توګه مو د معارف او عالي تحصیلاتو په څانګه کې ډيرې لاسته راوړنې لرلي.

پدې کې هیڅ شک نشته چې د کميت له لحاظه مو ډيرې لاسته راوړنې لرلي، ډير ښوونځي جوړ شوي دي، تعليمي نصاب جوړ شوی دی، د ظرفیتونو په لوړلو کې کار شوی دی، په ميليونونو شاګردان جذب شوي دي، دولتي او غير دولتي ښوونځيو او پوهنتونونو په کار پيل کړی دی، خو متاسفانه لکه د نورو دولتي ادارو په څير په معارف او عالي تحصيلاتو کې د فساد کچه دومره لوړه شوې ده چې پایله به یې څو کلونه وروسته زمونږ تر سترګو شي.

زمونږ ډيری ځوانان د ښوونځي د دروازې له لیدلو پرته له دولسمو ټولګيو فارغيږي، ډير يې د سفارشونو او رشوتونو په وسيله په لوړو نمرو بريالي کيږي، او مطلق اکثريت د نقل او په اصطلاح د استاذانو لخوا د همکاريو په وسيله بريالي کيږي. پدغه توګه د کانکور خلاصې صحنې ډير تکړه او لایقه شاګردان ناکام يا بې نتيجې کوي او داسې شاګردان لوړو پوهينځو ته بريالي کيږي چې له هغه پوهنځيو يې سويه ډيره ټيټه وي.

په نقل، رشوت، سفارش او بې مورده همکارۍ په کانکور کې بريالي شوي محصلین بيا تر اخيره پورې دغه وسایلو ته اړتيا لري، چې په پايله کې همداسې بې سواده له پوهنځيو فارغ شي، بيا له فراغت وروسته يا بې کاره ګرځي او ډيری یې هم په دغه وسيلو په وظيفو ګمارل کيږي، چې دغه ډول خلک بيا په ټولنه کې د فساد لامل کيږي نه، نو نور به څه کيږی.

ټولنې ته د دغه ډول خلکو وړاندې کيدل نه يواځې دا چې په ټولنه کې فساد ته پراخه زمينه برابروي، بلکې د ټولنې د وروسته پاتې کيدو اصلي لامل ګرځي.

لدې امله ځوانان بايد په جدې توګه د دغه مرض په مخنيوي کې برخه واخلي، نه پخپله د دغه ناوړه وسايلو څخه ګټه پورته کړي او نه نور پريږدي چې دغه کارونه د هيواد د ورانۍ لپاره پکار واچوي.

ځوانانو که غواړئ چې راتلونکې ستاسو شي، په راتلونکې کې آباد او پرمختللی هيواد وګورئ او ملت مو هوسا او د نورو ملتونو سره سيال شي، نو راځئ چې معارف او عالي تحصيلات ددغه اوسني شرمونکي حالت څخه يو داسې حالت ته راوباسو چې د هيواد او ملت د پرمختګ تضمین مو وکړي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *