دکتور رحمت الله زاهد

په تيرو ۱۴ کلونو کې، چې د افغانستان د مسلمان او متدین ملت په منځ کې د سيکولریزم او بې دينۍ د خورولو او دغه باغیرته ملت په خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو باندې د بې باوره کولو لپاره څومره مصرف شوی دی، که دغه مصرف په هيواد کې د امن، سوکالۍ، خوشحالۍ،  جنګړې ختمولو ، سولې، پوهنې، صحت، فقر ختمولو او په هر اړخيزه توګه د هيواد دودانولو لپاره په داسې مخلصو لاسو شوی وی، څومره چې د بې دينۍ لپاره د مخصلو خلکو په لاس د بې دينۍ د خورلو لپاره وشو، اوس به مو د هيواد او ملت دا حال نه وی.

په لسګونو ټلويزوني چينلونه، چې يو یو يې شايد ملياردونه ډالر بوديجه ولري؛ په سلګونو راديوګانې، مجلې، کتابونه، اشتهارونه، کانفرانسونه، سيمنارونه، سفرونه او په نورو داسې بيلا بیلو هڅو تر اوسه دومره بې اندازې بوديجه مصرف شويده چې څو وارې د دې هيواد د ستونزو د له منځه وړلولپاره بس وه. دغه مصارف لا روان دی، خو تر اوسه د یو څو خرڅو شوو پرته نور هيڅوک يې هم د سيکولرزم ددغه ناولې پديدې په اهميت او قبلولو باندې قانع نه شو کړای او يواځې د يو څو ضمير پلورونکو سړو او ميرمنو د پاروونکو فعاليتونو، ديو څو خرڅو شوو رسنيو د سیکولریزم د ډول د غږولو او په يو نوم او بل نوم فقط د فعاليتونو د ترسره کولو پرته يې نوره هيڅ پايله هم نده ورکړې.

د تيرې جمعې په ورځ چې شايد نه يواځې د کابل، بلکې د هيواد په تاريخ کې يوه بې سارې ورځ وه؛ د هيواد په پلازمينه کابل عيدګاه جومات په پراخه ميدان کې زرګونو ځوانانو او خويندو په هغه محفل کې ګډون وکړ کوم، چې د سيرت ستورې د سيالۍ د جوائزو د تقسيم لپاره جوړ شوی وو او يوه اونۍ وړاندې يې د سيرت ستوري په سيالۍ کې برخه اخستې وه. دغه دروند محفل په حقیقت کې د اسلام سره د مينې او د سیکولریزم او بې دينۍ څخه د نفرت په محفل باندې بدل شو.

کله چې د نجم د رئیس په توګه مې لومړی د خويندو څخه پوښتنه وکړه، چې دوی د اسلام سره دي که د سيکولرزم سره، ټولو په يو آواز د خپلو لاسونو په پورته کولو جواب راکړ چې دوی د اسلام سره دي، له خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو څخه به دفاع کوي او پدې ټولنه کې به د بې دينۍ د خپراوي  دټولو هڅو پر وړاندې دريږي؛ همدغه جواب د ورونو لخوا هم راکړل شو.

پرته له شکه دغه ټول ورونه او خويندې زمونږ د ټولنې باسواده طبقه وه او زمونږ د ټولنې د قاطع اکثريت نمایندګي يې کوله او همدغه احساسات زموږ د ملت نهه نوي سلنه خلک لري، خو متاسفانه چې د خرڅو شوو رسنيو لخوا دغه احساسات ناديده نيول کيږي او نړۍ ته زمونږ د ټولنې يواځې هغه ناوړه پديده ښودل کيږي کومه، چې د يو څو مزدورو او د پرديو د پروژو د پلي کوونکو لخوا منعکس کيږي.

اسلام زمونږ د ټولنې اړتيا ده، زمونږ ټولنه پرته له اسلام او اسلام ته د مخلصو بچيانو د واکمنۍ څخه پرمختګ نه شي کولای، سيکولریزم اسلامي ټولنو ته پرته له بدبختۍ او مسلمانو ملتونو ته پرته له ذلت او رسوایۍ نور هيڅ هم ندي ورکړي.

سيکولریزم او ليبرال ديموکراسي شايد د لويديځ د عنعاتو سره برابره او د هغوی د ټولنو د پرمختګ لپاره ګټوره وي، خو په هيڅ ډول هم دغه مفکوره د مسلمانانو او اسلامي ټولنو لپاره ګټوره نه شي ثابتيدای.

هغه مفکوره، چې د يوملت د عقيدوي ثوابتو، ديني ارزښتونو، ملي نواميسو او تاريخي غرور سره ټکر لري، هغه به څنګه د هغوی د پرمختګ وسيله جوړه شي؟!

د افغانستان خاوره د بې دينۍ، سيکولریزم او ليبرال د يموکراسۍ د پياده کولو لپاره نده پيدا شوې او نه ورته اماده ده؛ ځکه، چې پدې خاوره لا تر اوسه د اسلام څخه په دفاع کې د سلګونو زرو متدينو هيوادوالو توی شوې وينه نده وچه شوې او نه مو د اسلام څخه په دفاع کې د شهيدو شوو ځوانانو د کونډو او يتيمانو خولې په خندا شويدي.

دا خاوره د اسلام لپاره پیدا او دا ملت د اسلام د تطبيق لپاره هوډ او عزم لري، هر څوک چې د دې خاورې د ماهيت او د دې ملت د هويت د بدلولو کوشش کوي، د ناکامۍ پرته به يې هيڅ پايله په برخه نه شي.