د نجم رهبرى هيئت د شيخ القرآن مولوی عبدالحميد حماسي سره ناسته ترسره کړه.

د نهاد جوانان مسلمان_نجم رهبري هيئت، د قدرمن استاد احمد صمدي په مشرتابه له قدرمن شيخ القران مولوي عبدالحميد حماسي سره ناسته ترسره کړه.
ددې ليدنې په ترڅ کې چې د ۱۴۰۰ ه ش کال د لړم میاشتې په ۲۷ مه نېټه ترسره شوه، د سلام پوهنتون حقوقو پوهنځي رئیس او د نجم د اړیکو څانګې مسئول قدرمن استاد احمد صمدي د نجم معرفۍ سربېره په بیلا بیلو (علمي،فرهنګي،روزنیزو او ټولنیزو…) برخو کې د نجم په فعاليتونو رڼا واچوله.
قدرمن شيخ عبدالحمید حماسی د نجم له فعالیتونو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې په راتلونکي کې هم باید د ځوان نسل د روزنې لپاره دا ډول برنامې او پروګرامونه ترسره شي، تر څو په هيواد کې یو علمى او فکري مثبت تحول راشي او هيواد مو د پرمختګ پر لور مخه کړي.
همدارنګه قدرمن شيخ عبدالحمید حماسی وعده وکړه چې د نهاد جوانان مسلمان_نجم سره به تلپاتې اړيکه ساتي او په راتلونکي کې به د نجم په غونډو او پروګرامونو کې برخه هم اخلي.
نهاد جوانان مسلمان
کابل-افغانستان
۱۴۰۰ ه ش ،د لړم ۲۸

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *