نهاد جوانان مسلمان(نجم) لغمان د ښوونکي ورځ ولمانځله

نجم لغمان د معلم ورځې په پار په اصلاح عالي خصوصي لیسه کې د مختلفو ښوونځیو استادانو ته ددوي د زحمتونو څخه د قدردانې په مناسبت ستاین غونډه جوړه کړه،چې د مختلفو ښوونځیو استادانو ته پکې ستاینلیکونه وویشل شول. غونډه د استاد ذاکرالله حمیدیار په ویاندوي یې او قاری صیب جوهر نیازي په تلاوت سره پیل شوه،د نجم لغمان مسؤل ښاغلی جواد داعي د غونډې افتتاحیه وینا وکړه او د ښوونکې ورځ مبارکې درنو استادانو ته وویلې،د جمعیت اصلاح لغمان مسؤل ښاغلی مدیر احسان الله دعوتیار غونډي ګډونوالو ته د استاد مقام او عزت په اړه عالمانه وینا وکړه،قاری صیب عبدالله د معلم په اړه خوږه ترانه زمزمه کړه،همدارنګه د اصلاح عالي خصوصي لیسې یو تن استاد د ټولو ښوونکو په نماینده ګي له نجم لغمان څخه مننه وکړه چې د یو اسلامې حرکت په توګه ټولنې ته د اسلام صحیح فهم رسولو لپاره هلي ځلي کوي،پای کې د اصلاح عالي خصوصي لیسې محترم مدیر صیب عبدالبصیر عظیمی ته د نجم لغمان مسؤل او جمعیت اصلاح لغمان مسؤول لخوا د ویاړ پګړۍ په سر شوه،او د غونډې ټولو ګډونوالو استادانو ته ستایلیکونه وویشل شول،غونډه د مدیر صیب عبدالبصیر عظیمي له وینا او دعا وروسته پای ته ورسیده. غونډه کې ۲۵۰۰تنو خوا او شا استادان زده کوونکي او د دولتي اداراتو کارکوونکو ګډون کړی وه،چې ۶۰تنه نارینه او ښځینه استادانو ته پکې د نجم لغمان لخوا ستاینلیکونه وویشل شول.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *