مونږه ولي صلحه کوو؟:

خالد محمدی د نجم رکن
ځکه که چېرته مونږه د اسلام مبارک دین مطالعه کړو ، نو مونږ ته به معلومه شي چې اسلام د هر څه وړاندې مونږه ته په دی باندې امر کوي ، چې په خپل مینځ کې په مینې او ورورولئ سره ژوند وکړئ.
ځکه الله تعالی فرمایلی دی چې { إنما المؤمنون إخوة فأصلحوا بين أخويكم واتقوا الله لعلكم ترحمون} ژباړه: بشکه چې مومنان په خپل مینځ کې سره ورونه دي ،نو تاسئ د خپلو ورونو په مینځ کې صلحه ورکړئ،او دالله تعالی څخه وویریږئ ،ددي لپاره چې الله تعالی په تاسو باندې رحم وکړي.
همدارنګه هغه کسان چې په خپل مینځ کې صلحه نه کوي ، نو دهغو کسانو دغه عمل رسول الله صلی الله علیه وسلم دغټو ګناهونو څخه شمیرلې دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دي چې(لا يحل لمسلم أنْ يهجرَ أخاه فوق ثلاثة أيام …)
ژباړه: دیو مسلمان لپاره جائز نه دي، چې دبل مسلمان ورور سره د درې ورځو څخه زیات تعلق قطعه کړي…(متفق علیه)
همدارنګه په ډیرو ځایونوکې په دې باندې تاکېد شوي دې، چې په خپل مینځ کې د خپلو ورونو سره په مینه او ورورولۍ سره ژوند تېر کړئ.
ځکه په یو بل حدیث شریف کې راځي چې دجنت دروازې ، د دوشنبې او پنجشنبې په ورځ باندې خلاصېږې او ټولو هغه مسلمانانو ته بښنه کېږې چې د الله تعالی سره يې شریک نه وي جوړکړی . مګر هغه کس ته بښنه نه کېږې چې دخپل مسلمان ورور سره يې تعلق قطع کړي وي.
چې کله راته داسې معلومات وشو چې په خپل مینڅ کې صلحه دومره لازمي شي دي نو راځې چې د همدا نن څخه په خپل مینځ کې صلحه وکړو.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *