د امت ننداره

دامت ننداره

د تخيل په نړۍ کې روان وم يودم مې يوه ډله خلک وليدل چې چړې، تبرونه او وسلې يې په لاس کې دي، له کښتيو ښکته شول ترشاه يې وسله وال پوځيان هم ښکاريدل، له ځانه سره مې فکر وکړ کيداى شي دوى به کوم جرم کړى وي او وسله وال سړي به يې دقانون منګولو ته سپاري. لږه شېبه يې نور هم نندارې ته تم شوم په چړو او وسلو سمبال کسان يوځاى ته راټول شول،خپلو کې يې سره څه وويل،او په چټکۍ سره يې په يو اوبل طرف منډه واخيسته.

په کليو ،اوکورنو ورننوتل شيبه وروسته يې، ښځې،ماشومان،بوډاګان او ځوانان لاس تړلي راراون کړي ول. ماشومان دمورګانو په مخکې ذبحه شول, زړه سوانده ميندو دغه حالت ونه شو زغملای دخپلو زړونو دټوټو دخلاصون په پار يې کشمکش شروع کړ،يوه ډله خلک راغلل،اوږدې چړې يې دښځو په خيټو وردننه کړې اوپه حجاب کې پټې ښځې يې بې حجابه کړې،وسله وال پوځيان ،او په چړو سمبال خلک هم په لاس تړلو ماشومانو،سپين ږيرو اوځوانانو باندې راپريوتل او په يوه شيبه کې ميدان په وينو سور شو.

ومې پوښتل,داڅوک دي؟ يوناشنا غږ مې واوريده داوژل شوي ،مسلمانان،او ژوندي دبرما وسله وال پوځ ،اوبودايان دي. له خولې مې چېغه ووتله منډه مې کړه چې محمد ابن قاسم راخبر کړم. لاره مې په چټکۍ وهله،له ځانه سره مې وويل کله چې دمشق ته ورسيدم،نو داميرالمومنين،اومحمد ابن قاسم په مخکې به دا داستان په چيغو چيغو بيانوم دمشق ته ورسيدم ګورم چې ځآى ځآى پلونه په بمونو الوتي دي؛دنګې دنګې ودانۍ نړيدلې دي، يوځآى کې سيخان،خښتې،او سېمنټ پراته دي ؛ يودېوال ولاړ وه چې ورته ځير شوم د مسجد محراب وه، په ويجاړ مسجد کې لږ نور هم مخکې لاړم ،يوځآى کې مې د ايرو يوه لويه ډيرۍ وليده،په څنګ کې يې نيمې سوځيدلې پاڼې پرتې وې؛ يوه پاڼه مې وليده نېمه سوځيدلې اونيمه روغه وه،په خپلو سترګو مې باور نه راته چې داموي خلافت په مرکز کې دې قران داسې نيم سوځيدلى ،اوشيندلى پروت وي اوهرځاى دې په وينو سور وي.

حالت مې بيخي بل ډول شو،له ځان سره مې وويل،کېداى شي لاره مې غلطه کړي وي شايد دابه کوم بل ځاى وي په راغلو سړکونو او کوڅو بېرته په چټکۍ سره راووتم لږ مخکې لاړم سترګې مې په يوه دنګه او ژيړه مناره ولږيدې لږ څه خوشحاله شوم ، ومې ويل ويل کيدى شي د دمشق مسجدالصخرة وي چې ورنږدې شوم مسجد مسجداقصى وه،يوه ډله پوځيان مې وليدل چې توراتونه يې لاس کې دي او داشعار يې په خوله خوله دى دخيبر  د ورځې په غچ کې محمد مړ شوى اوترشا يې انجونې پريښې دي؛دبرما دمسلمانانو،اوددمشق دکنډوالو غم مې هير شو يوځل بيا په راغلوقدمونو راوګرځيدم ترڅوصلاح الدين ايوبي راخبر کړم چې مسجد اقصى بيا اشغال شوى دى.

خو داځل له پخوانۍ لارې لږ څه کوږ شوم له ځانه سره مې وويل راځه داځل نېغ بغداد ته لاړ شه کيداى شي سلطان ايوبي دخليفه نورالدين زنګي لېدلو ته راغلى وي دډيرمزل نه وروسته مې د موصل شين ښاروليده چې ورنېږدې شوم ونې؛با غونه ټول لوګيو وهلي وه وارخطا غوندې شوم ځکه دموصل ښکلې څېره مې هم دومره بدرنګه نه وه لېدلې؛له ځان سره مې وويل کيداى شي دا زما وهم وي ځکه ډير مزل مې کړى وه اوسخت تږى وم له ځان سره مې وويل راځه دفرات خوږې اوبه وڅښه کېدى شي دسترګو خړوالى دې ختم شي.

فرات دپخوا په څير څپاند وه خو داځل څه بل ډول وه له پاسه پاسه مې چې وروکتل اوبه يې سرې ښکاريدې ؛داځل مې بياهم دځان غولولو هڅه وکړه لاندې ورښکته شوم سخت تږى وم نورمې ورته ونه ونه کتل چې داوبو رنګ څه ډول دى او په څښلو مې پيل وکړ ،په ه لومړۍ شيبه کې مې احساس کړه چې داوبو خوند بل ډول دى په هر حال کله چې پورته شوم ومې ليدل چې دفرات اوبه تکې سرې دي ومې ويل زما سترګې اوخوله ماته دوکه نشي راکولى لږ چې ښکته راغلم دفرات دسيند دپاسه پروت پل هم په منځ مات شوى وه خو بيا هم دپلې تېريدو امکان پرې وه په پل روان شوم مات شوي ځاى ته ورسيدم پل په بمونو لګېدلى وه، اوس مې نو شک په يقين بدل شو چې عراق هم کوم سخت اور کې سوځي د پل له سره مې لاندې وکتل،فرات په خپله غېږه کې د انسانانو جسدونه روان کړي وه ،دچا لاس نه وه دچا خپه نه وه،او دچا بياټوله تنه نه وه،سترګو مې سخت تور وخوړ نږدې وه چې له پل څخه لاندې غورځېدلى واى،خو ښه وه ځان مې ټينګ کړ لږه شېبه کېناستم اوبيا روان شوم بغداد ته راورسيد م،په لاره کې هر ځاى دسرونو څلي جوړ وه دبغداد چوکونه په وينو سره ول دمسجدونو دروازې نه وې دځېنومسجدونو دېوالونه بيا بيخي داور لمبو تور کړي ول دبغداد سوځيدلو جوماتونو رانه دمسجد اقصى وير هېرکړ چيغې مې کړې څو ک شته؟

له نامالوم لورې ځواب راغى،ووايه دلته څه ته راغلى يې ؟

ومې ويل،دا بغداد ،حلب،او موصل ولې دا سي دي ؟

بيا هم له نامالوم لوري ځٶاب راغى هۍ هۍ نو ته لا اوس هم ويده يې کلونه کېږي چې دلته دشيعه او دسني جګړه ده او جګړه تردې حده پوري ورسېدله چې قرانونه،او مسجدونه پکې وسوځېدل،اونور داغږ هم خپ شو؛ له ځان سره مې وويل؛دمسلمانانوحالت دومره لوېدلى دى چې دخپلې سېمې مسجدونه خپله سوځوي دچاچې دخپلې سېمې د مسجد مینه زړه کې نه وي نو نودمسجد اقصى غم به يې څه ودردوي؟ څوك چې د خپل کلېوال سرخپله پر ې کوي نو هغه به دبرما په مسلمانانو څه ودرديږي؟

زنګېد لى راروان شوم کابل ته راورسيدم بهرني عسكر مې وليدل چې د کابل په چوکونو کې ښکته پورته كيږي هر خوا وينې دي دوير يوه بله دنيا جوړ ه ده نور مې ددغه لوی غم توان نه لره په زوره زوره مې چېغې کړې يو دم دتخيل له دنيا راوتم ګريوان مې په اوښکو لوند وه،دماښام اذانونه شورع ول پاڅيد م مسجد ته لاړم لمونځ وکړ ، اوددعاء لپاره مې لاسونه لپه کړل داسلامي نړۍ مخکېنۍ ننداره مې سترګو ته ودريده او دزړه له تله مې ورته دعا وکړه.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *