په قرآن او نبوي نصوصو کې د سولې ارزښت
ليکنه: بختي مشتاق
څنګه چې د اسلام کلمه د تسليم او سلامتيا په معنا دی او دواړه د يوې سکې د مخونو په څېر لازم او ملزم دي چې پرته د دې دوه بنسټيزو ارزښتونو له ساتلو څخه نه د تسليم معنا افاده کيږي او نه د سلامتيا، ځکه د اسلام مقدس دين هغه نظام دی، چې ټول اصول، قوانين او مقررات يې په الهی وحي تکيه کوي او دې نظام ته يې ځکه د اسلام نوم غوره کړی، چې مفهوم يې هم سوله، سلامتی، امن، پخلاينه او د الله ج اوامرو ته تسلیميدل ( غاړه ايښودل) دي، نو د یوې سالمې او سوله ايزې ټولنې د رامنځ ته کيدو لپاره لازمه ده چې وګړي يې په امن کې ژوند وکړي او د ژوند ټول مادي او معنوي ارزښتونه په يوه ډاډمنه فضا کې خوندي کړي.
په کومه ټولنه کې چې امن وي په هغه کې د اسلام ټول ارزښتونه لکه ژوند،عقل، ناموس، مال، عزت او نورې مادي او معنوي ګټې ساتل کيږي یعنې د ټولنې وګړي ځانونه په امن کې احساسوي، چې د امن دغه احساس ټول دنياوي او اخروي اسباب او وسايل برابروي، چې همدغه مسئله الله ج په خپل مقدس کتاب قران عظیم الشان کې هم یاده کړې چې فرمايي: ( امنهم من جوع وامنهم من خوف) چې د ” امنهم من جوع ” څخه هدف د حلال رزق تر لاسه کول، کاروبار او اقتصادي پياوړتيا ده او له ” امنهم من خوف” څخه د امن ټينګښت او په امن کې ژوند کول دي.
کله چې رسول ص د هجرت په لومړي کال له مکې معظمې څخه مدينې منورې ته هجرت وکړ، تر هرڅه د مخه يې د اسلامي حکومت بنسټ د سوله ايز ژوند پر بنياد کيښوده او پدې اړه يې يو ۲۵ ماده ايز پریکړه ليک ترتيب کړ، چې ۱۴ مادې يې د سوله ايز ژوند او ۱۱ مادې يې د غیر مسلمو سره د سولې په اړه وې، دغه پريکړه ليک د ټول مسلمه امت لپاره د هميشنۍ سولې لپاره يوه غوره بیلګه ده.
نو که چيرې د امنيت او سولې دغه مهم رکن په يوه ټولنه کې مختل شي، مصونيت خپل ماهیت له لاسه ورکوي، چې په نتیجه کې يې ټولنه د بدبختی پر لور سوق کيږي، چې له همدې امله په اسلام کې دغه پنځه اصول يعنې دين، نفس، عقل، ناموس، عزت او د مال ساتنه خورا زيات ارزښت او اهميت لري، چې له همدې امله د دغو مصلحتونو ساتنه په سوله او امنيت پورې تړاو پيدا کوي. د دې لپاره چې د مسلمانانو خپل منځي اختلافات او جګړې د مسلمانانو قوت له منځه وړي، اصلي هويت يې زيانمنوي، مسلمانان له خپل درست مسير څخه بې لارې کوي، اصلي هدف ته د رسيدو پر وړاندې يې خنډ ګرځي او په همدې ترتيب بي سارې مهلکه او تباه کوونکي مادي او معنوي پايلې لري، چې همدې ستونزو ته په کتو سره الله ج په خپل مبين کتاب قرآن عظيم الشان کې فرمايلي: ( واطيعوا الله ورسوله ولاتنازعوا فتفشلوا وتذهب ریحکم و اصبروا ان الله مع الصبرين) الانفال/۴۶
يعنې تاسو د الله ج او د هغه د رسول ص اطاعت وکړئ او په خپل منځ کې شخړې او جګړې مه کوئ ؛ د دې لپاره چې تاسو به بې زړه شی، قوت به مو له منځه لاړ شي، نو بناءً له صبر او زغم څخه کار واخلی، ځکه چې الله ج د صبر کوونکو مرستندوی دی.
چې دغه آيت شريف د پورته مدعاګانو لپاره يوه ښه او ښکاره بيلګه ده. د دې لپاره چې پورته ارزښتونه او مصلحتونه ساتل شوي وي، مسلمانانو ته په کار ده، چې خپلو مسؤليتونو او وجايبو ته متوجه شي يعنې که چیرې د دوه مسلمانانو وروڼو يا ډلو تر منځ کوم نزاع او اختلاف را برسيره شي په وخت ورته رسيدګي وکړي او دا پر عامو مسلمانانو لازم او وجب ده، چې په يادو حالاتو کې بې تفاوته پاتې نشي، پدې اړه الله ج داسې حکم کوي:
(و ان طائفتن من المؤمنين اقتتلوا فاصلحوا بینهما فان بغت احداهما علی الخری فقاتلوا التی تبغی حتی تفی الی امرالله فان فاءت فاصلحوا بينهما بالعدل و اقسوا ان الله یحب المقسطين)الحجرات/ ۹
که چيرې دوه مؤمنان يا د مؤمنانو دوه ډلې په جګړه کې ښکيل شي، نو اې مؤمنانو! تاسو هغو دواړو ته نصيحت وکړئ او د دوی تر منځ سوله وکړئ، که چيرې يوې ډلې پر بلې باندې ظلم او تيری کاوه تاسو تيری کوونکي ډلې پر وړاندې تر هغه وجنګیږی، چې یا سولې ته حاضر شي او يا وځپل شي او کله چې سولې ته حاضريږي، نو پر تاسو لازمه ده چې عدالت مراعات کړئ، ځکه چې الله ج عدل او انصاف کوونکي خوښوي.
په همدې ترتيب د همدې سورة په دې بل آيت کې فرمايي: ( انماالمؤمنون اخوة فااصلحوا بين اخويکم واتقوا الله لعلکم ترحمون) الحجرات/۱۰
په تحقيق سره مسلمانان سره وروڼه دي پس تاسو د دوی تر منځ روغه او جوړه وکړئ او له الله ج څخه وويريږي تر څو رحم در باندې وکړي یعنې له هلاکت څخه مو وژغوري او له خپل رحمت څخه مو بې برخې نه کړي.
له پورته آيت څخه څرګنده شوه چې الله ج د ايمان او اسلام د صحت لپاره پر مسلمانانو دا شرط لګول شوی چې له الله ج څخه وويريږي او په خپل منځ کې اختلافات، شخړې او جګړې له منځه يوسي. د دې لپاره چې د مسلمانانو د خپل منځي اختلافاتو، فساد او وينې تويولو مخه نيول شوي وي الله ج دروغ چې یو حرام عمل دی هم جايز ګرځولي.
رسول صلی الله علیه وسلم فرمايلي: ( لیس الکذاب الذی یصلح بين الناس فینمی خيراً او یقول خيراً) صحيح البخاری ۴- ۲۴۰۳
هغه څوک دروغجن نه دي چې د خلکو تر منځ سوله کوي، په خپلو دروغو سره خلکو ته خير او ګټه رسوي او يا د خير او ښیګڼې خبره کوي.
د دې حديث په وضاحت کې امام خطابي رح وايي چې د مسلمانانو تر منځ نفاق او تفرقه اچول په دين کې سوري پيدا کوي او د دوی تر منځ سوله کول د ثواب او فضيلت مقام لري.
په سوله کې د ثواب او فضیلت په اړه الله ج فرمايلي: (لاخیر فی کثیر من نجوا هم الا من امر بصدقة او معروف او اصلاح بين الناس و من یفعل ذلک ابتغاء مرضات الله فسوف نؤتيه اجرا عظيما) النساء/۱۱۴ ، يعنې په ډېرو غونډو، جرګو او پټو خبرو او مشورو کې خير نشته مګر هغه غونډې، جرګې او مشورې چې د صدقو، نیکو چارو او د خلکو تر منځ د سولې په اړه وي.
په همدې ترتيب رسول ص د سولې د ثواب او فضيلت په اړه فرمايلي( عن ابی هریرة قال: سمعت رسول الله ص یقول: من اصلح بين اثنين استوجب ثواب شهيد)
ژباړه: له ابو هریره رض څخه روایت دی چې ويلي يې دي: ما له رسول ص څخه اوریدلي چې وي فرمايل: چا چې د دوو خواوو( دوه کسانو يا دوه ډلو) تر منځ سوله وکړه د یو شهيد ثواب ورته لازم او واجب دی.
بل ځای فرمايي: ( عن انس بن مالک رض قال: من اصلح بين اثنين اعطاء الله بکل کلمة عتق رقبة)
ژباړه: حضرت انس بن مالک رضی الله عنه ويلي دي: چا چې د دوه کسانو يا دوو ډلو تر منځ سوله وکړه الله تعالی به سوله کوونکي ته د هرې کلمې په بدل کې د یو مريي د ازادولو اجر ورکړي.
په همدې ترتيب امام اوزاعي ( عبدالرحمن بن عمرو) رح ويلي دي چې: الله تعالی ته له هغه ګام اخیستلو څخه بل هيڅ ګام غوره نه دی کوم چې د خلکو تر منځ د سولې لپاره اوچت کړی شي.
په همدې ډول رسول صلی الله علیه وسلم په يو بل حديث شریف کې د خلکو تر منځ سوله کول د نفلي روژې او د ټولې شپې له عبادت څخه غوره عمل بللی: ( عن ابو درداء قال قال رسول الله ص : الا خبرکم بافضل من درجة الصیام والصلوة والصدقة، قالوا بلی یا رسول الله قال: اصلاح ذات الين و فساد ذات البين احالقة)
په دې سربېره ډېر نور ګڼ قرآني ارشادات او نبوي احاديث شته چې د سولې اجر، ارزښت او اهميت په کې په ډاګه شوی. نو سره لدې چې زمونږ ديني او ملي شعاير پر سولې او امن ټینګار کوي او د انساني ټولنې منشاء مو له سوله ايزو شرايطو څخه ده بيا هم د تېرو څلورو لسيزو ورانوونکو جګړو او منازعاتو هېوادوالو ته دارنه زيانونه اړولې د بهرنيو مفکورو ښکار شوي، روحي او رواني توازن يې له لاسه ورکړی، بهرنيو هېوادونو ته کډه شوي، په زرګونو وګړي شهيدان شوي، په زرګونه خويندې کونډې شوي، په لکونو ماشومان يتيمان شوي او ډېرۍ ځوانان د زده کړې له خواږه نعمت څخه بې برخې شوي، د هېواد اصيل فرهنګ مو په ټوپک سلارۍ، زورواکۍ، چورچپاول، لوټمارۍ او ويرې اچونې بدل شوی، د سولې او وروروالۍ فضا مو په تشدد، نفرت، بدبينی، تاوتريخوالې، تعصب او تضاد بدله شوې او بلاخره تر ژوند ورهغه خواه مو د هېواد هره ونه، بوټۍ، کاڼۍ اهلي اوغیر اهلي حيوان هم په امن کې نه دی پاتې شوی، نو په کار ده چې ټول هېوادوال که هغه طالب دی، که دولتي کارمند او که عام وګړی په ګډه خپل دغه فردي او ټولنيز مسؤليت او وجیبه ادا کړي د خپلو ځوريدلو هېوادوالو پر حال رحم وکړي او له دې زرينې موقع څخه ګټه واخلي او د خپل هېواد چاپېريال د سولې په ګاڼه ښايسته کړي او د هېواد دښمنانو ته دا ثابته کړي چې افغانان نه يوازې د جګړې په ډګر کې غښتلي دي، بلکې د سولې په راوستلو کې هم خپلواک او تر هر چا وړاندې دي او ټول په يوه خوله بهرنيو تجاوزګرو کړيو ته ووايي چې نور د افغانانو په کورنيو چارو کې مداخله نه کوي، چې دا ټول ارزښتونه هغه وخت تر لاسه کيدای شي چې په صداقت، میړانه او پوره بې طرفۍ سره پرته د خپلو مادي ګټو په نظر کې نیولو څخه په پورتنيو الهي او نبوي نصوصو عمل وکړي.
د يو آزاد، خپلواک، يو موټي افغانستان او تل پاتې سولې په هيله