د کندز جګړه او د نجومو اتلولي!

سیف الاسلام عباسی

نجم درې کاله وړاندې د ستاره معارف په نوم يوه تعليمي برنامه په لار اچولې وه چې سل زره ځوانانو پکښې برخه اخيستې وه،

کندز کې تصادفا داسې پېښه وشوه چې په کومه ورځ کندز کې د ستاره معارف ازموينه وه، نجومو غوښتل چې له شپې نه ورته ميدان آماده کړي،او پاک کړي ، چوکۍ وغوړوي، بينرونه زوړند او امتحان ګاه تزيين او آرايش کړي دې کار خورا ډېر وخت غوښته بايد دا کارونه د شپې له خوا سرته رسېدلي وای.

ماښام نه د جنګ او په کندز د لويې حملې ګونګسه شوه،د ماښام لمانځه نه وروسته نجوم مشورې ته سره کښېناستل ، ځينو و ويل برنامه به معطل کړو ، حالات ښه نه دي ، ځينو و ويل: نه کوم کار چې مونږ پورې تړلی هغه بايد ترسره کړو ، که خدای مکړه سبا جنګ سخت وه برنامه به په طبعي توګه معطله شي او که جنک نه وه مونږ به برنامه تر سره کړو خو اوس مونږ ته جرأت او غيرت په کار دی چې فقط ميدان اماده کړو، فيصله وشوه چې د شپې يو ه بجه به د کندز ټول نجوم د ښار والۍ ګراونډ ته راځي ، خو وشول دا چې لس بجې په ښار جنګ پيل شو، اوس د نجم مسؤل په تشويش کې اخته شو چې شازلميان به د شپي يوه بجه ميدان ته راشي او کنه؟ مسؤل و ويل زه خو د فيصلې پابندي کوم فکس يوه بجه ميدان ته زم که هر وشول هغه به د الله له مقدراتو څخه وي، کله چې مسؤل يوه بجه ميدان ته راځي ګوري چې نجوم يو يو دوه دوه را روان دي.

کله چې نجوم ټول راجمع شول نجومو د ښاروالۍ د ميدان د پاکولو کار پيل کړل ، مؤظف پوليس نجومو ته و ويل:

ای ځوانانو !

له يوې هفتې نه د کندز د سقوط ګونګسې دي، ډېرو ښاريانو خپل کورونه له ښاره ويستي، امنيتي ځواکونه په ويره کې دي چې څه به کېږي ؟ د خوف او ويرې فضا خوره ده هر کس د ځان په غم کې دی او تاسو د برنامې، دا څه مو را اخيستي؟ وضع ښه نه ده له برنامي تېر شئ.

نجوم ورته وايي نه کاکا مونږ سره ۱۶۰۰ هلکانو او پیغلو ثبت نام کړی، برنامه بايد وکړو، خو عسکرجانه ته د ښاروالۍ د لايټنګ د يوه ګروپ مخه ګراونډ خواته را واړه چې مونږ خپل کار په رڼا کې تر سره کړو، عسکر وايي: زه د دې اجازه نلرم، د عسکر ځواب اوريدو نه وروسته نجوم تياره کې کار پيل کوي ، بس لژه غوندې د ښاروالۍ د ګروپونو له لرې نه رڼا راځي، مسلسل فيرونه کېږي، عسکر وايي: ای زلميانو ډزې په ډېردو دي خپلو کوروته لاړ شئ، خو نجوم دي چې نه پرېږدي، نه کاکا مونږ ګراونډ اماده کوو، اخر د عسکر د رحم او غيرت احساس په څپو راځي وايي: زه په خپل امر د دې غټ ګروپ مخه د ميدان خواته اړوم ، د لايټنګ د ګروپ مخه يې چې ميدان ته خواته شوه نجوم د الله اکبر ملکوتي غږ پورته کړ، عسکر له خوشحالۍ نه وژړل چې ګران افغانستان کې داسې باعزم ، باثبات او ژمن زلميان لاشته چې پاکو او سپيڅلو احساساتو د دين او وطن خدمت ته اماده دي نجومو ګراونډ د ډزو په شور کې د شپې اماده کړ، سبا جنګ لږ او له ښاره و وته، ډلې ډلې زلميان او پيغلې د ښاروالۍ ميدان ته راغلل د سپيڅلي زيار او جهد مزه يې وڅکله امتحان کې شريک شول ، برنامه په کاميابه توګه تر سره شوه، خو عام زلميان هم ډير متعجب او خوښ وه چې ملګرو يې د شپې په ډزو او جنګ کې ورته ګراونډ اماده کړی ، ټولو زلميانو د نجم شازلمو ته شاباسی ورکړ ، د کندز د پوليسو مشر د نجم زلميان په غيږ کې ونيول، د کاميابې برنامي مبارکي يې ورته ورکړه ، او ورته يې و ويل : مونږ خو تاسو ته اجازه نه درکوله چې خوږ نشۍ خو تاسو د کندز لپاره د امنيت پرښتې وګرځېدۍ.

جریان مسابقه ستاره معارف ولایت کندز در صحن چمن شهرداری کندز که در این مسابقه بیش از 1600 متعلم اعم از پسر و دختر کندزی اشتراک کرده بود.
استاد ذبیح الله وهاب مسوول فرهنگی مسابقه ستاره معارف در ولایت کندز در حال ارایه رهنمایی های جریان امتحان
متعلمین ولایت کندز در امتحان مسابقه ستاره معارف که توسط نجم برگزار شده بود، این مسابقه در سطح 26 ولایت کشور توسط نجم راه اندازی شده بود .
سیف الاسلام عباسی رکن نجم کابل

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *