‎ویاړم چې د داسې قافلې مل یم

نهاد جوانان مسلمان (نجم) ‎له نن نه پوره شپږ کاله د مخه یې تأسیس د ننګرهار ولایت په زړه کې د مومنو ، متعهدو او وطن ته مخلصو ځوانانو لخوا وشو !

‎دا زلمي داسې کسان نه ول چې د احساساتو له مخې او یا هم د بل کوم غرض او مقصد لمخې سره راټول شوي ول، دا هغه هستۍ وې چې د ځوان نسل بیدارګرئ ته ژمن ول؛ همداراز د وطن حالاتو دېته وادار کړي ول چې دلته باید داسې یو منظم جریان موجود وي چې ځوانان  د اسلامي مفکورې په اساس د دین او وطن ګټو ته ژمن کړي او ددې اسلامي او سالمې مفکورې په اساس هېواد له راون کړکېچن حالت څخه بهر کړي !

‎لله الحمد چې ددغه هدف په ترلاسه کولو کې تر ‌‌‌‌‌‌ډېره بریده مخکې تللي او لا هم روان دي !

‎ویاړم چې د داسې قافلې مل یم چې په خوښیو ، ویرونو او هر رنګ مشکلاتو کې له نورو تر مخه د خپل وطنوالو په خدمت کې وي !

‎سرلوړی دې وي نجم

‎تل دې وي افغانستان

‎یشه سن افغانستان

‎زنده باد افغانستان

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *