د ښونځي پاکي برنامه په فراه که ترسره شوه!

راپور: رحمت الله خاموش – تعلیمی مسئول

 

د فراه د نجم ولایتي اداري د تعلیمي څانګي نوي مسئول محترم رحمت الله خاموش د کلني پلان سره سم نن یکشنبي ۲/۷/۱۳۹۶ د فراه ولایت په یوه ترټولو سترو مکاتبو (د شهید محمد نادر ایوبی لیسې) کې د تنظیف برنامه اجراء کړل.

د تنظیف لپاره د یوي بشپړي اونۍ راهیسي پراخ کمپاین روان دی او نږدي ۱۲ نورو ښځينه او نارینه، منځنیو او عالي لیسو ته د پاکۍ او نظافت اړوند ډیزاین شوی او چاپ شوی پوسټر رسول شوی دی او د لیسي په صحن او اداره کې په مناسب ځایونو کې لګول شوي دي.

په دي پروګرام کې د نجم ورزشي څانګي د فوټبال ټيم هم ګډون کړی وو، ځکه چې د مکتب د تنظیف په څنګ کې د یادي لیسي د فوټبال ټيم سره هم دوستانه لوبه نیول شوي وه.

دا برنامه نن سهار پر ۶:۳۰ دقیقو لمړی د تنظیف او پاکۍ له اړخه پیل شوه او بیا د یوه ساعت لپاره د فوټبال لوبه هم ترسره سوه. چې لوبه دوه دوه مساوي پاي ته ورسیده او په دي توګه موږ وسو کولاي دري موخي ترلاسه کړو.

لمړی: د شهید نادر ایوبی لیسي د انګړ او چمن پاکوالی

دویم:   د ورزشي ټيم سره شناخت او معرفت حاصليدل.

دریم:   په عمل کې د نجم د اسلامي ټولني بشپړه معرفي.

هيره دي نه وي چې د تنظیف او پاکۍ اړوند څه باندي لس داني پوسټرونه هم چاپ شوي وو چې د لیسي په بيلابيلو ځایونو کې د لیسي د مدير په مرسته ولګول شول.

او د لیسي مدير د نجم دا عملي او ابتکاري ګام خورا زیات وستايه، عملا یې زموږ په برنامه کې فعاله ونډه واخیسته او د تلپاته مرستي ټټر يې وواهه.

دا برنامه د سهار په ۸ بجو د ميني په ډکه فضاء کې پاي ته ورسیده.

فراه

۱۳۹۶/۷/۲

1 دیدگاه برای «د ښونځي پاکي برنامه په فراه که ترسره شوه!»

  • نوامبر 4, 2017 در t 9:29 ق.ظ
    Permalink

    حدیث شریف دی چې: پاکوالی د ایمان یوه برخه ده

    پاسخ دادن

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *