څنګه کولای شم په کانکورکې د خپلې خوښې پوهنځي ته کامیاب شم سمینار ننگرهار کی دایر شو!

نجم ننګرهار ولایتي ادارې سه شبه ماسپښین څلور بجي ،هغه زده کوونکي چې د دولسم ټولګي څخه فارغ شوي وو ، خپل دفتر او ساحوي ادارو ته راغوښتي وو، کومو چې په همدې کال کې د کانکور ازموینه ورکول.

څنګه کولای شم په کانکورکې د خپلې خوښې پوهنځي ته کامیاب شم .

د هغه ورکشاپ عنوان وو چې، د چتر لاندې یې سلګونه تنه فارغ زده کوونکي سره راټول شوي وو، ترڅو وکولای شي چې د ځیني لارښونود ترلاسه کولو وروسته ، د کانکورامتحان په ښه ډول ورکړي.

یاد ورکشاپ په  مرکز جلال اباد ښارکې ، د الفلاح خصوصي پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي پخواني ریئس او په ختیځ کې د احساس خیریه بنسټ مشر      « انجینر شقیق الله زاهد » په روداتو ولسوالۍ کې « استاد فضل کریم علمي » او په کامې ولسوالۍ کې د « استاد واحدالله خاکسار» لخوا واړندې شو ، چې پکې یې زده کوونکوته په لاندې موضوعاتو رڼا واچوله

1: د پوهنځیو او څانګو دکاریکولم په اړه معلومات .

2: کوډنګ

3: د ځواب پاڼو ډکولو غوره لارې چارې .

4: د سوالونو د حل اسانه طریقه .

یاده دې وي چې نجم ( نهادی جوانان مسلمان ) له دې پخوا هم، د ځوانانو د تعلیمي سطحي د لوړاوي به موخه ، بیلابیل پروګرامونه په لاره اچولي چې      « معارف ستوری » سیالي یې ښه بیلګه ګڼلی شو

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *