د ری ښتنې تابعدارۍ عملی نمونه !

نجم ننګرهار یوځال بیا د رأیو په اکثریت د یاد ولایت لپاره  استاد سیف الاسلام سیرت چې تیر کال هم د نچم ننګرهار ولایتي مسؤل وو  د ۱۳۹۶ هجري شمسي کال لپاره خپل مشر وټاکه .

په همدې موخه د ننګرهار ولایت  ټول هغه ځوانان چې نجم ته منسوب وو ، د نجم ( نهاد جوانان مسلمانان ) مرکزي دفتر ته  راغونډشوي وو ترځو د هغه کال لپاره چي د یاد نهاد له لوري ورته د ( تعلیم او خدمت ) نوم ورکړل شوي

خپل ریئس تعین کړي .

پروګرام سهار مهل شا او خوا نه ( ۹ ) بجې د شیرازخان اتل په ویاندویۍ ، اوقاري صیب محمد بلال په تلاوت سره پیل شو .

د پروګرام په پیل کې د ننګرهارولایت د نجم مسئول  استاد سیف الاسلام سیرت ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ، له هغوي مننه وکړه چې د دوي په ولایتي انتخاباتوکې یې ګډون کړی. انجینر ګل احمد هاتف د نجم افغانستان د تربیت عمومي مسؤول بیا د نجم په اهدافو او لرلید لنډه رڼه واچوله. د جمعیت اصلاح د ختیځ زون مسؤول استاد عبدالرحیم صراف د پروګرام ګډونوالو ته ښه راغلاست ویلوترڅنګ ، د نجم هڅی یی وستایلې د وویل چې رأیه یوامانت ده او امانت باید حقدارته وسپارل شي .

د نجم افغانستان د رسنیو مسؤل ښاغلی انجینر خاکسار وقار د پروګرام ګډونوالو ته د نجم په ټاکنیز بهیر رڼا واچوله او د ننګرهار ولایت د نجم ټاکنو ته د انتخاب شوو ارکانو نومونه اعلان کړل،:
1.  استاد سیف الاسلام سیرت
2.  انجینر محمد اسماعیل ګوهري
3.  داکتر نصرت الله برکت
4  داکتر شجاعت مومند

د رأیو شمیرنی پروسه د جمعیت اصلاح افغانستان د مشرانو او د نجم د رهبري هیئت غړو لخوا ترسره شوه، چې    د رأیو په اکثریت استاد سیف الاسلام سیرت یوځل بیا د ننګرهار ولایت لپاره د نجم د نوي مسئول په توګه وټاکل شو.

 نجم ننګرهار ولایتي مسؤول استاد سیف الاسلام سیرت د ګډونوالو له راتګ څخه مننه وکړه ،او ویی ویل چې الله جل جلاله دی ماته توفیق راکړي او ستاسو څخه د دعا غوښتنه کوم، همدارنکه یی د ۱۳۹۶ هـ ش کال چې کوم شعار ټاکل شوی چې عبارت د ( تعلیم او خدمت ) څخه دی وویل ، چې تر وسه به ددی هدف لاسته راوړلو لپاره په ګډه هلی ځلی کوو او همدارنګه یی وویل چې په لنډ وخت کې به د نجم ننګرهار نوی ولایتي اداره معرفي کړم

. یاده برنامه د ختیځ زون مسؤول استاد عبدالرحیم صراف په دعا سره اختتام وموند

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *