نوی کال مو په نوی عزم پیل کړ!

 د نجم اجتماع ارکان لپاره د ننګرهار ښکلي او همیشه بهار ولایت ته لاړو. پوره درې شپې او دوه ورځې مو له خپلو وروڼو سره چې له بیلا بیلو ولایتونو نه راغلي ول تیرې کړې.

داسی وروڼه او ځوانان چې ژبه، قوم، ولایت کې سره بیل وو خو فکر مو یو. د خپل هیواد هر اړخیزې ابادي لپاره سره متحد شوي وو. اوریدلي مو ول خو اوس مو په خپلو سترګو ولیدل چې د یو بل ورور په لیدو مو ایمانونه تازه کیدل او ارادې مو غښتلې کیدلې.

داسی وروڼه چې د یو بل په لیدو سره به یې د موسکا صدقه یو بل ته ورکوله. دا ورځې مو د داسی وروڼو تر منځ تیرې کړې چې په ایثار او قرباني کې به له یو بل نه مخکی کیدل او بل ورور ته به یی اولویت ورکاوه که څه هم په ده خپله ډیره سخته تمامیده.

داسې او دیته ورته نورو ډیرو ایمانی کارونو په لیدو مو نوی کال له نوي عزم او هوډ سره پیل کړ.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *