نجم پنځه کلن شو

تېره یوه نیمه لسیزه کې افغانستان کې ډېرو ټولنو په فعالیت پیل وکړ چې ډېرې یې د کوچنیو او مشخصو اهدافو لپاره جوړې شوي دي چې اکثره له بهر نه د ډونرانو د خاصو ستراتیژیکو موخو لپاره تمویلیږي او د دین او د دې وطن لپاره په صداقت کار پکې په اولویت کې قرار نه لري.

د دې سره خوا کې تلویزیوني چینلونه او غږیزې رسنۍ هم له بهر نه د مشخصو اهدافو له پاره تمویلیدل چې هدف یې عمدتا د ځوان کهول د ګمراهۍ نه پرته بل څه نه وو چې تر اوسه هم همدا فعالیتونه په درز کې روان دي.

د ساینس او ټکنالوژۍ پدې عصر کې ډېر افغان ځوانان په غرب او نورو غیر مسلمانو ملکونو کې تعلیمونه کوي او د یو اسلامي بدیل د نه درلودلو له کبله ورو ورو له خپل اسلامي هویت څخه پردي کیږي.

پدې وخت کې د داسې یو جریان چې په مثالي ډول د حقیقي اسلام نمایندګي وکړي او په عین حال کې د ننۍ نړۍ د معیار په حساب کې ساینس، ټکنالوژي او بشري علومو سمبال وي یو طبیعي ضرورت وو.

که څه هم په انفرادي ډول داسې کامیابه اشخاص پدې جامعه کې وو خو د یوې ټولنې په حیث داسې کوم حرکت شتون نه درلود.

پنځه کاله مخکې چې نجم تأسیس شو نو ډېرو داسې همفکره ځوانانو ته یې د هیواد د راتلونکي لپاره هیلې وبخښلې. نجم په پنځو کلونو کې او په مالي لحاظ په تش لاس دومره لاسته راوړنې درلودلې چې نور یې په لس کالو او ملیونونو ډالرو بودیجې سره لاس ته نه شي راوړلی.

تېرې درې لسیزې دوامداره جګړو متأسفانه افغان ولس په مختلفو سیاسي او ایدلوژیکي کمپونو ویشلی وو چې متأسفانه دغه ډول تعصبات په میراثي ډول ځوان کهول ته هم ور ننوتی وو. تېرې جګړې چې تقریبا ټول قربانیان یې افغانان وو د یو دین، مذهب او عقیدې خلک په مجاهد، کمونست اونورور ډلو ویشلي.

نجم پخپل انکلوسیف او هر اړخیز پیغام سره د هر بګراونډ خلک سره را ټول کړل تر څو په افغانستان کې د یو لوی هدف د پاره کار وکړي او هغه د اسلامي اصولو پر بناء باندې د جامعې د ځوان قشر روزنه او پرمختګ وو.

جالبه ده نن د یو پخواني کمونست او د یو پخواني مجاهد چې پلرونه یې یو وخت د یو بل وینو ته ناست وو زامن اوس په ګډه سره د یو جوړ افغانستان لپاره کار کوي.

نجم  په تېرو پنځو کلونو کې په مختلفو برخو کې جامعې ته خدمونه وړاندې کړل. د ښار پاکولو حشر نه نیولې بیا تر معارف ستوري سیالۍ او ځوانانو ته تر تعلیمې مشورو پورې، دا هر څه نجم په ډېر اخلاص او صادقانه توګه وکړل.

پداسې یو وخت کې چې څوک بغیر له پیسو له یو چا سره یو قدم هم نه اخلي د نجم ځوانانو د خدای د رضاء او د دې ټولنې د خیر په خاطر ډېرې شپې په ویښه تېرې کړلې. پدې ټولو کې هغه څه چې د نجم له نورو ټولنو بیلوي هغه دا دي چې د فرا قومیتوب دعوه هرڅوک کوي خو نجم په عمل کې ثابته کړې چې په صحیح معنا یو فرا قومي ټولنه ده او همدا یې ثبوت دی چې فعالیتونه یې د افغانستان دیرش ولایتونو ته غزیدلي. بله دا چې نجم د ټولنې د خیر ښېګڼې لپاره مټې رانغاړلي بدون لدې نه چې په بدل کې څه تمه ولري او اسلامي ارزښتونه په عمل کې پیاده کوي او ورته اولویت ورکوي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *