د نجم رسالت او په وړاندې یې پرتې ننګونې

زه د “نجم” د پنځمې کلیزې په ویاړ په دغه بنسټ کې ښکېل هر یوهٔ وګړي ته مبارکي وایم او په تېرو پنځو کلونو کې د افغان ځوان په تنویرولو کې د دوی هره هڅه ستایم. د ټولنیز نظم او د یوې ټولنې د پرمختګ ضمانت په دغه راز خوځښتونو کې پروت دی. افغاني ټولنه د دغه ډول ولسي جوړښتونو اوږده مخینه لري. د بېلګې په ډول د خان عبدالغفار خان په نوښت د “خدایي خدمتګارانو” په نامه جوړ شوی غورځنګ. په خواشینۍ سره زموږ خپله ټولنه ورنه په ګټه اخیستو کې پاتې راغلې خو نور هېوادونه اوس هم ترې ګټه پورته کوي. په هند کې د خدای خدمتګارانو په نامه اوس هم یوه ډله شته او وایي د پاچا خان له ټولنیزو هڅو یې الهام اخیستی او د خپلې ټولنې چوپړ کوي. زه د نجم پر کړنو ډېر نه تمېږم، ځکه مشرتابه او غړو یې له خپلو فعالیتونو بیا بیا خبر کړي يو. د دغه بنسټ (چې ډېرې سترګې ورته اوړي) د پنځمې کلیزې پرمهال غواړم پر هغو ننګونو خبرې وکړم چې زما په باور دغه جوړښت ورسره مخامخ دی او که ورته پام ونکړي نو ښایي د خپل رسالت پرځای کولو کې پاتې راشي. نجم یا د مسلمانو ځوانانو بنسټ په داسې یوهٔ مهال او یا یوه مقطع کې رامنځته شوی چې د بل هر وخت پرتله د دغه راز خوځښتونو رسالت لا سخت او پر وړاندې یې پرتې ننګونې سترې شوي دي. دلیل یې دا دی چې افغانستان په تېرو څو لسیزو کې بېلابېل غورځنګونه تجربه کړل او هره تجربه هومره ناکامه او خونړۍ وه چې دغه راز هر بل جوړښت یې آن چې سیاسي هم نه وي راتلونکو ګڼو کلونو لپاره د باور له کړکېچ سره مخامخ کړی، او نجم هم له دې مستثنی نه دی. نو ځکه یې رسالت سخت او په وړاندې یې ننګونې سترې دي. افغانان زما په اند حق لري شکمن اوسي، ځکه تجربه شویو غورځنګونو یې دودونو، ارزښتونو او اتلانو ته درناوی نه دی کړی او هڅه یې کړې خپل باور او یا له دین او مذهب نه اخیستی خپل تعبیر پر دوی وتپي. د افغان ملت دغه شک لرې کول او پر دغه راز ملي جوړښتونو یې باور بیا را ژوندي کول، هغوی ته دا ثابتول چې ملي ګټې، ارزښتونو او دودونو ته یې درنښت کېږي دنجم رسالت بولم. اوسمهال چې د نړۍ په لر او بر کې په ناسمه د مسلمانانو بد انځور ځلول کېږي او بیا بل لوري ته افغان ځوانان د توندلارو په لومو کې یرغمل او د پردیو د موخو لپاره کارېږي نو د نجم په څېر خوځښتونو رسالت لا درنېږي چې مخنیوي لپاره یې په ځوانانو کې د پوهاوي او د اسلام حقیقي پیغام په خپرولو کې مهم ګامونه پورته کړي. په دغو برخو کې بریاو، ملي ګټو، زغم او ملي یووالي ته د ځوانانو هڅونه کې د نجم(د مسلمانو ځوانانوبنسټ) بری پروت دی، او زه یې دغه بري ته د رسېدو هیله کوم.

 یما بارز

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *