د بې وسۍ او بې کسۍ په تیارو کې د هیلو ډیوه

د صلیبي یرغل په ترڅ کې زمونږ د ټولنې د هرې برخې تهدابونه یا خو په بشپړ ډول وشړېدل او یا هم داسې ولړزېدل چې بېرته خپل اصلي حالت ته راتګ به يې کلونه نه، بلکې څو لسیزې ونیسي. اخلاقي فساد، بې امني، دیني زوړتیا او نورو ډول ډول خونخوارو بلاګانو په ټولنه خپلې پنجې ښخې کړې. دغه مهال داسې چاته اړتیا وه چې د یادو ستونزو پر وړاندې د شعار پر ځای د عمل مېدان ته را ودانګي، دوی باید داسې خلک وای چې هم يې وړتیا درلودلی هم اخلاص، هم د اخلاص خاوندان وای او هم د عمل سپاهیان، هم د جرئت نمونې وای او هم د زړه سواندۍ بېلګې. هو! د همدې موخې لپاره د نن نه پنځه کاله وړاندې څو ځوانان سره ډله شول، د بې وسۍ او بې کسۍ په تیارو کې يې د هیلې او اخلاص ډیوه لاس کې ونیوه او د کهف د ځوانانو په څېر د ټولنې د زیاتیو او کمیو پر وړاندې يې د عمل یوون پیل کړ. په لنډه موده کې د ځوانانو دغه یون په یو منظم او منسجم مدني حرکت واوخت او بیا يې د هېواد د ښېرازۍ او ابادۍ لپاره د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو یو نوی باب پرانیست. د قران پوهنې د درسونو دایرول، ځوان قشر ته د اسلام ریښتینی پېغام رسول، ښوونیزي برنامې، د طبیعي افاتو پر مهال بېړنۍ مرستې رسول، د ټولنې د ځوانانو تر منځ د اتحاد او اتفاق شلیدلي مزي ټینګول، د اخلاقي فساد پر وړاندې فعاله او رغنده مبارزه، په فرهنګي ډګر کې نوښتونه او ښې لاسته راوړنې د دوی د خروار کړنو د یوې بېلګې په ډول یادولی شو. دوی که یو اړخ ته زلزله ځپلو او سېلاب ځپلو ته لاس ورکړ نو بل اړخ ته يې د بې دینۍ په سیند لاهو ځوان د خپلو اسلامي برنامو پر مټ له وژونکو څپو وژغوره. یو اړخ ته که يې د ځوانانو لپاره ډول ډول برنامې دایرې کړې، نو بل اړخ ته يې خوندو لپاره ګټور پروګرامونه جوړ کړل، ځوانانو او پېغلو ته هم مهاله توجه د دوی امتیاز او ځانګړنه ده. نجم یادوم، د مسلمانو ځوانانو دې نهاد په لږه موده کې د هدف په لور ګړندی مزل وکړ او ورځ تر بلې يې د فعالیتونو ساحه پراخیږي. دوی ځوانان دي، فکر يې ځوان دی، انرژي يې پوره ده، له اخلاصه ډک دي. ډېر څه به دوی خپله کوي، په ډیر څه کې به د مشرانو تشویق او لارښوونې ته اړتیا لري، د دوی د ښو کارونو ملاتړ زمونږ د ټولو مسؤولیت او کمیو ته متوجه کول يې زمونږ دنده ده. زه د نجم هر رسمي او غیر رسمي غړي، مشرتابه او نورو مسؤولینو ته د زړه له کومي د دوی د پنځه کلن بریالي سفر مبارکي وایم، او له خدایه غواړم چې د دوی قدمونه لا پسې د حق په لاره ټینګ او انرژي يې د دین او هېواد په ګټه وکاروي.

جمیل الرحمن ندیم

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *