نجم او ټاکنې

په افغانستان کې له ډېرو مفاهيمو داسې ناوړه ګټه اخستل شوې چې اوس يې په اورېدو سړی د کرکې احساس کوي. يو له هغوی څخه د ټاکنو پروسه ده چې زمونږ په هېواد کې ډېره بده مخينه لري. خو همدا ټاکنې په نجم کې په دومره شفافيت تر سره کيږي چې سړی د يوې ښې راتلونکې لپاره هيله کوي. په داسې حال کې چې هر څوک هڅه کوي ژمن کسان د نوموړې ادارې مهمو څوکيو ته وټاکل شي او څوکيو ته کانديدان هم په د هڅه کې وي چې تر دوی يو بهتره کانديد وټاکل شي. د نجم په شان د ځوانو کدرونو ټولنې کولای شي د افغانستان د روښانه راتلونکې لپاره يو ښه زېری شي، ځکه له يوې خوا نجم يوه اسلامي ټولنه ده او په اسلامي روحيه روزل شوې او له بلې خوا نوموړي ځوانان له وطن سره پوره مينه او اخلاص لري.

محمد عثمان همیم

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *