د نجم شتون او فعالیتونه یې په نېک شګون نيسم

لیکنه: عنایت الله کاکړ

پر افغانستان باندې د آمريکا له پوځي يرغل سره سم دلته زموږ د ټولنې د نګه ديني رنګ د مسخه کولو او له همدغه دين سره تړلي د بډايه ملي فرهنګ د محوه کولو په موخه یو بې امانه ټولنيز یرغل هم پيل شو.

يرغلګرانو د خپل تاریخي استعماري خصلت له مخې دلته د لويديځو کلېساګانو له استازوليو نيولي، د سياسي بې لارۍ، اخلاقي انحرافاتو تر مرکزونو او آن د هاليوډ او نورو غربي ډم خانو تر استازولیو پورې، ټولو ته د ازادانه کار مجال ورکړ. د غربي فرهنګ دغو استازو بنسټونو په خپل وار سره په پوره ځواک سره زموږ د ټولنې د فطري مسير د کږولو او ديني رنګ د اړولو هڅې پيل کړې.

د سيکولریزم تر شعار لاندې پروژه اي سياسي ګوندونه رامنځته شول چې په ډاګه یې د دين او ديني ارزښتونو تنقيص پيل کړ. د ټولنيز انحراف د رامنځته کولو په موخه یې له یوې او بلې لارې اداري او ټولنيز فسادونه تشويق کړل.

بچه بازي چې زموږ په ټولنه کې ورته د یوې خورا سپکې او غير انساني پديدې په بڼه کتل کېدل، یې د پرله پسې رسنيز پروجکشن له لاري په یوه عادي ټولنيز ارزښت بدله کړه. د ځينو عقلي عصبي او رواني ناروغانو له لورې پر لوڼو، خوندو او نږندو باندې جنسي بريدونه په پروژه اي ميډیا کې دومره سره وشاربل چې له یوه پلوه دغې پديدې ته د هغو لیونیانو پام هم ور وګرځاوه چې تر دې دمه یې د خپل لیونتوب سربېره د خدای له ويرې دا ډول شنیع کار ته زړه نشوای ښه کولای، او له بل پلوه یې کورنيو تر منځ د پلار، ورور، مور، خور او لور مقدس تړاونه کمزوري کړل.

د مؤمنو او غافلو ځوانانو او پيغلو تر منځ یې د اخلاقي انحراف د رامنځته کولو په موخه د ايف ايم راډیوګانو یو جال جوړ کړ. جنسي لیونیان او اخلاقي منحرفين یې د مایکونو شا ته د انانسرانو په نامه کینول او د جوش، مستۍ او فرمائشي سندرو د خپرونو له لارې يې دغه انحراف د هېواد ګوټ ګوټ ته ورساوه. همدغه لامل دی چې په هيواد کې له کورونو څخه د ځوانو انجونو د تېښتې ګراف لوړ شو او کورنۍ له یوه ستر ناورين سره مخامخ شوې.

زه د پروان ولایت د یوې ولسوالۍ په یوه پېښه خبر شوم چې يوې پيغلې به ایف ایم راډیوګانو ته ټلیفون کاوه او په خپل غږ کې به یې شعرونه ورته زمزمه کول. غږ یې ښکلی وو. د راډیو د چلونکو له لارې تشويق شوه چې کابل ته راشي. درنې ټولنيزې کورنۍ یې د سندرو ويلو اجازه نه ورکوله، انجلۍ له کوره کابل ته وتښتېدله. د راډیو چلونکو د ميرمنو د حقوقو یوه لويديځواله ان جي او ورباندې خبره کړه، هغوي یې محافظت په غاړه واخيست. د ټولې ولسوالۍ او ولایت مشران پرې ستړي شول، له ولسواله تر ولسمشره یې ټولې دروازې وټکولې، خو د تښتيدلې انجلۍ په ليدلو بریالي نشول. د پښتنې کورنۍ انجلۍ بله ورځ پتلون اغوستی د تلويزنانو پر سکرين د سندرو ويلو په موخه څرګنده شوه!

د باطل له لوري د ککړ شوي چاپيريال د پاکولو، په ټولنه کې د اخلاقي انحرافاتو د مخنيوي، د ځوان کهول د سالمې تربيې، هغوي ته د ژوندانه د هدف او د فکر او عمل د مسير د ټاکلو په موخه یوه داسې قشر ته اړتيا وه چې د قرآني ارشاد وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ له مخې ټولنه د نيکي، خير او فلاح خوا ته راوبولي. ټولنې ته دا شعور ورکړي چې هغه منکرات او انحرافات چې دوی یې د رسنيز پروجکشن په پايله کې ترسره کوي په حقيقت کې له کفر او کفارو سره تړلي اخلاقي او ټولنيز غلاظتونه دي، چې د یوه سازش له مخې زموږ په ټولنه کې خپريږي. همدغه منکرات دي چې رب تعالی جل جلاله ترې موږ منع کړي یو. همدغه انحرافات دي چې زموږ او د دین تر منځ پيوندونه کمرنګه کوي، زموږ فردي او ټولنيز هویت له منځه وړي. زموږ ټولنه او په تېره ځوانان مو د ژوندانه موخه او هدف له لاسه ورکوي او په داسې بې واکه روبوټانو اوړي چې ريموټ به یې د لويديځوالو په لاس کې وي او د یوه بوتل شرابو، یوې زنا او یو خوراک کبابو په مقابل کې به یې د خپلو ستراتيژيکي اهدافو په لاره کې کاروي.

سره له دې چې زموږ په ټولنه کې علماء کرام له وخته د دا ډول نادودو پر ضد په مبارزه بوخت وو، خو له پوځي يرغل سره سم علماء د یرغلګرانو د لومړۍ درجه دښمنانو په بڼه حاشيې ته ټېل وهل شول. هغه علماء چې په صحنه کې پاتې شول، د فرهنګي یرغل د دومره ستر حجم مقابلې ته د ظرفیتونو د کمي او ظروفو د تنګي له امله چمتو نه ول. په دا ډول حالت کې د ځوانو کدرونو یوې داسې ټولنې او قشر ته سخته اړتيا احساسېدله چې د قرآني ارشاد له مخې چې فرمايي فَلَوْلَا نَفَرَ مِنْ كُلِّ فِرْقَةٍ مِنْهُمْ طَائِفَةٌ لِيَتَفَقَّهُوا فِي الدِّينِ وَلِيُنْذِرُوا قَوْمَهُمْ إِذَا رَجَعُوا إِلَيْهِمْ لَعَلَّهُمْ يَحْذَرُونَ ځانونه په خپله هم د دين پوهنې په ګېڼه ښايسته کړي او وروسته د خپلې همدغې ديني پوهې، ایماني فراست، عقيدتي صلابت، داعیانه اسلوب او لوړو نبوي اخلاقو له لارې په ټولنه کې د انحرافاتو لاره ډب کړي. ځوان کهول ته د ژوندانه هدف ورکړي. هغوي له روان ساکت او جامد حالته راوباسي، تحرّک ورکړي، ایماني حرارت ورکړي، د دین حلاوت یې په رګ او پی کې پيوست کړي او په دې ډول له یوه عاطل، بچه باز، شرابي او زاني ځوانه یو هدفمند مؤمن، د ټولنې خواخوږی غړی او د اسلام د سنګر یو تقوا داره عسکر جوړ کړي.

له نېکه مرغه د مسلمانو ځوانانو بنسټ (نجم) د متعهدو، مثقفو، متدینو، منورو او متقشفو ځوانانو هغه ټولنه ده چې له تېرو پنځو کلونو را پديخوا یې د خپل دیني رسالت له مخې په بيلابيلو برخو کې د ځوان کهول روزنې او پالنې ته ملا تړلي ده او تر دې دمه یې په ټولنيز ډګر کې په زړه پورې لاسته راوړنې لرلي دي.

د ایمان، تقوا پر وسله سمبال او د تنظيمي ډسپلن په لړۍ کې پېيل شوي دغه ځوانان دا مهال د بیلا بيلو مدني فعالیتونو له لارې زموږ د ټولنې د خیر او نیکۍ پر سرلارو بدل شوي دي. د ښارونو د تنظيف په موخه ولسي حشر وي او که د زلزله ځپلو لپاره مرستې، د قرآن پوهنې او دین پوهنې اجتماعات وي او که ټپیانو او ناروغانو ته د وینې ورکول وي، لېري پرتو سیمو ته د اړتیا پر مهال د روغتیايي ټیمونو استول وي او که په هیواد کې د دین دښمنانو د معاندانه اقداماتو پر ضد پاڅون وي، د نجم ډله به په دې برخه کې تل مخکښه رول لري.

ما د نجم د پخواني مشر، ځوان ورور دکتور رحمت الله زاهد په مشرۍ کې د نجم فعالیتونه څارل او اوس چې د مشرتابه واګې د ځوان کدر ښاغلي مدثر اسلامي په لاس کې دي، هم یې فعالیتونه څارم. د خپلې جنګ ځپلې ټولنې لپاره د نجم شتون او فعالیتونه یې په نېک شګون نيسم او هيله من یم چې د متعهدو او منورو ځوانانو دغه ټولنه به یوه ورځ د ملي سیاست په ډګر کې هم هغه تشه ډکه کړي چې دا مهال د متعهدو سياسي ډلو د نشتوالې له امله رامنځته شويده.

1 دیدگاه برای «د نجم شتون او فعالیتونه یې په نېک شګون نيسم»

  • مارس 8, 2017 در t 1:38 ق.ظ
    Permalink

    الله خیرا کاکړ صیب.
    لهتاسو څخه مننه کوم چې قلم مو وخورول, او څو کرښې مو وولیکلیالله تعالی جل جلاله دی درته اجر درکړي.

    پاسخ دادن

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *