رټل شوي ځوانان

لیکنه: اسدالله ریان، د رسالت فرهنګی انجمن غړی

کلنۍ آزموینه نژدې وې. احمد راته تلیفون وکړ چې که کوم نژدې جومات ته ورشم او درس ووایو. د سهار اته بجې وی او ما هم د جومات په لوري حرکت وکړ.کله چې جومات ته ورسیدم، احمد د دروازې سره ولاړ وو، له روغبړ وروسته مې تری وپوښتل چې ولې جومات ته نه یې ننوتلی؟ هغه را ته وویل چې جومات بند دی او مولوي صیب هم کلۍ ورسره وړی ده. احمد ډیر خپه وو او راته یې وویل:  اوس چیرته درس ووایو؟ ما ورته وویل چې خیر دی غم مه کوه دلته نژدې څلور نور جوماتونه هم شته، یو نه یو ته خو به ورشو. زه تر مخ او احمد راپسې شو. له طمعې خلاف څه مو ولیدل، هر جومات ته چې ورغلو دروازې یې بندی وی. د یوه جومات خادم مو چې ولید ترې و مو پوښتل چې ولې دروازه بنده ده؟ هغه وویل: تر اوسه د ماسپښین لمانځه ته ډیر وخت پاتې دی. دا دروازه صرف د پنځه وخته لمنځو په وخت کې خلاصه وي که نه بندوو یې تر څو د جومات بخاری څوک پټی نه کړي. احمد ورته وویل: کاکا جانه! مونږ د جومات آداب مراعاتوو، خیر دی مونږ تهاجازه راکړه. خادم ورته وویل: نه، نه ابکه نه. ما ته ملا صایب ویلي چې هیچ چاته هم اجازه ور نه کړم.د احمد  په ټنډه باندې د قهر له وجهې خولې روانې وی. دواړه  روان شوو چې پارک ته لاړ شو مګر زړه نا زړه وو چې هلته به درس وویلی شو که نه ځکه د پوډریانو د شتون ډار هم وو. کله چې پارک ته لاړو نو شک مو حقیقت وموند او د ټولنې د ملا تیر مو لیدا چې مات شوې حتی سر نه شي پورته کولې او په پټوانو کې یی ننستلی خپل چرس څکوي. د پارک نه تیریدو چې د کارته پروان ساحې ته ورنږدی شوو. درمسال مو ولید چې دروازه یې د ټولو پر مخ خلاصه ده. سک څه کوی چې آن د مسلمان پر مخ خلاصه ده.
احمد سوړ اسویلی وایست او راته یې وویل: د اسلام خلاف مرکزونه ۲۴ ساعته فعال دي. مګر زمونږ ملا صاحبان ددې په خاطر چې آرام خوب وکړي د جومات دروازی په ځان پسې تړي تر څو مو ځوانان د جومات په ځای بوستان کابل یا هم اندیشه ګاه ته لاړ شي. بیا چې د جمعې د خطبې وخت راشي نو ښه احساساتي خبرې کوي چې ځوانان مو بې لارې شوي دي. خپل مسولیت یې بیخي ویر دی. ما ورته وویل: احمده! ته رښتیا وایې، بهرني مرکزونه ځوانان خپل طرف ته کش کوي تر څو په راتلونکي کې د دوی  ډول ته وګډیږي.مګر زمونږ علما د دی نه چې راتلونکی رهبر، ډاکټر یا هم انجنیر مو د اسلامي مرکز نه متاثر شوی وي ډډه کوي.                 ۲۰/۱۲/۱۳۹۱

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *