هیواد ته خطاب(شعر)

(اسدالله ریان)
هیواد ته خطاب
جوړوم دې اې هیواده که دې خښتې زما ځان شي
ستا د چت ستنه به کلکه زما د تن په استخوان شي
اې وطنه! ته مې مور یې، ته مې کور یې ته مې ګور یې
زه به دومره هڅه وکړم چې ستا زوړ هډونه ځوان شي
که غلیم داسې ګومان کړی چې ستا سترګې به شي ټیټې
زما له عزمه زما له هوډه به دښمن ستا پریشان شي
هر هیواد ته به وې بیلګه،په نړی کې به شې ستوری
دا قرآن به مو رڼا وي ستا تاریخ به فروزان شي
خپلواکي به وغوړیږي، ستا بیرغ به هم رپیږي
چې ټولی ټولی زلمي مو، مل د نجم د کاروان شي
زه به نور غفلت ونه کړم حرکت به شي څو چنده
هغه وخت به وځلیږی چې ریان درنه قربان شي
۱۳۹۲/۱/۱۲
خوشحال مینه. کابل

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *