د پوهنتون لګښت څنګه پیدا کړو؟
عبدالله افغان
کله مو په دې اړه فکر کړی، چې د ژوند مصرف له کومه کوئ؟ ماشومان وو، د مکتب دوره مو تېره کړه، هره ورځ مو له مورکۍ څخه د کاغذ، قلم او خوراکي توکو لپاره پیسې اخیستې؛ مور هم پرته له کوم دلیل څخه راته په جان او قربان د جیب خرچه راکوله. د پوهنتون دوره شوه، هلته هم له پیل نه تر پایه پلار راته مصرف راکړی، چې زویه تشویش مه کوه او خپل سبقونه وایه.
مونږ هم کله درس لوستی او کله مو له ملګرو سره بهر سات تیری کړی دی. تر دې، چې د پوهنتون دوره مو پای ته ورسیده او مونږ فارغان شو، پلار راته کوژدنه هم وکړه او د واده مراسم مو هم په خیر تیر شو.
اوس نو باید وظیفه وکړو تر څو د پلار ستړيا دمه شي او مور مو راباندې شکرګذاره شي، دا چې د کورنۍ دغه ارمان پوره کړو باید د وظیفې په اړه فکر وکړو. دا زمونږ د ژوند تر ټولو ستر چلنج دی، چې بیا ورته اندیښنی کړو.
که مو د تعلیم او تحصیل له دروې پوره ګټه پورته کړي وي د دندی په پیدا کولو کې به درسره مرسته وکړي او که له دغه دورې مو استفاده نه وي کړې نو بیا وچې شونډی کله یوه بهانه او کله بله بهانه چې هله واسطه ده او هله رشوت دی، مونږ ته څوک چانس نه راکوي. حال دا، چې مونږ خپل تېر نه را یادوو او خپل ځان نه ملامتوو، پړه په نورو اچوو، په دې نه پوهیږو چې مسول مونږ یو.
د یو ځوان په صفت مو کله هم د خپل مصرف په اړه فکر کړی؟ کله مو هم دا کوښښ کړی، چې د خپل مصرف لپاره باید کار وکړو او زیار وباسو تر څو په خپلو کورنیو باندې بوج نه شو؟ تر څنګ یې ورسره مرسته وکړو، د ژوند په ځینو مواردو کې ورته لاس ورکړو. زه په دې اړه مطمین یم چې زمونږ په ټولنه کې په ټوله کې ځوانان په دې فکر دي چې زمونږ مصرف باید مور او پلار راکړي، دا د هغوی وجیبه ده، خو بیا ديته فکر نکوو چې دغه وجیبه تر کومه؟ ایا د ژوند تر پایه؟ ایا دا ضروري ده چې مور او پلار دې مونږ ته ودونه هم وکړي او تر هغې ورسته بیا مونږ کار کړو او خپلې کورنۍ ته یو څه پیسې راوړو؟
هر انسان باید په دې اړه جدي فکر وکړي تر څو خپل مصارف پخپله لاسته راوړي. که چيرې په دې اړه فکر او اقدام وکړو نو بیا به د خپلو کورنیو د ځوانانو تر منځ یوه نمونه یو. د هرې کورنۍ لپاره به مثال یو، چې فلانکی خپل مصارف پخپله لاسته راوړي، حتی خپل مور او پلار به مو هم درته د احترام په سترګه ګوري؛ ځکه د دوی د اږو بار نه یئ، یو ازاد انسان یئ. خپله د خپلو خوښیو په اړه تصمیم نیسئ، ځینې معاصر فیلسوفان په دې نظر دي کوم انسانان چې ورکړه کوي، په ټولو ګران او د احترام وړ وي او کوم انسان چې هر وخت له نورو غوښتنه کوي هغه د ټولو په وړاندی ټیټ او پریوتی وي.
د پوهنتون دوره د ځان جوړونې دوره ده، کله چې یو ځوان پوهنتون ته داخل شي لومړی باید په دې اړه فکر وکړي، چې نور باید په خپل ځان متکي شي، نور د پلار له جیبه بس ده! ځینې به دا پوښتنه وکړي، چې زمونږ په ټولنه کې چانس نشته، چې کار وکړو؛ مجبور یو، چې د مور او پلار نه مرسته تر لاسه کړو. که چیرې انسان د دې سوال ځواب ته ریښتینی وي نو کولای شي، چې ورته لاره پیدا کړي او له لاندي طریقو نه استفاده وکړي.
۱. د بیلګی په ډول زمونږ ننۍ نړۍ ډيره سره لنډه ده، یو ځوان، چې د پوهنتون دورې ته رسي هغه لږ تر لږه له کمپیوټر سره اشنا وي؛ که نه وي نو د پوهنتون په ماحول کې کولای شي چې له خپل ملګري نه د کمپیوټر زده کړه وکړي. د پیسو پیداکولو تر ټولو اسانه کار نن زمانه کې کمپوزنګ ده، یعنې د کمپیوټر له لارې لیکل چې په دې میدان کې ډیر کمی شته. د چاپ موسسې ځوانانو ته اړتیا لري، چې ورسره د پیسو په مقابل کې کار وکړي. یو ځوان د پوهنتنون له لیلیې هم کولای شي چې کمپوزنګ وکړي او هم خپل درسونه منظم کنټرول کړي او مقابل کې یو مناسب عاید هم تر لاسه کړي. ځینی به وایي چې مونږ نشو کولای چې هم د پوهنتون درسونه سرته ورسوو او هم کار وکړو، دا منم، چې په لومړیو ورځو کې به ستونزه وي خو د وخت په تیریدو سره دا ستونزه په هوس او خوند بدلیږي. زما ډیر خواریکښ ملګري له دې لاری خپل عاید لاسته راوړي.
۲. دوهمه اسانه لاره ډیزایننګ ده، دغه کار د فوټو شاپ او کورلډرا له لارې کیدای شي. دواړه ډیر ستونزمن پروګرامونه نه دي، هر انسان کولای شي، چې لنډه موده کې یې زده کړه وکړي او له دې لاری خپل مصارف پوره کړي.
۳. دریمه لاره د ترجمې ده، اکثر افغانان په فارسي، پښتو او اردو ژبو باندې په بشپړ ډول تسلط لري او یو څه اندازه په عربي اوانګلیسي ژبو باندې هم پوهیږي. دا یوه ستره پانګه ده او باید ترې استفاده وشي. له دې لارې دوی کولای شي، چې مطالب خپلې ژبې ته وژباړي او نسبت لومړیو دوه طریقو ته له دې لارې ډیر امتیاز تر لاسه کوي. دا لارې اسانه او تر څنګ یي د یو ځوان داخلي مهارتونه ژوندي کوي. د پوهنتون د دورې له پای وروسته بیا هم انسان ډیر په دندې باندې متکی نه وي، ځکه د عاید یوه لاره لرئ او له ډیرو ستونزو به خلاص وئ.
نظر مو د قدر وړ ده