زنګ خطر!

عنایت الله میاخیل

لومړۍ برخه: څرنګه طاغوتي نظام په اسلامي هیواد کې انتشار کوي!

د نړۍ له پیل نه تر نن تاریخ پورې چې کله هم طاغوتي نظامونه په نړۍ واکمن شوي دي، هغه په غیر عادلانه، غیر شرعي ډول او د زور په مټ د واک ګدۍ ته رسیدلي دي. د دارنګه نظامونو واک ته رسیدل هم په ظلم او د خلکو په عام وژنې سره کیږي او بیا یې نظامونه هم همدې ته ورته په ظلم، قتل او غارت، بې حیایۍ، فحاشۍ، فساد او په فسق و فجور باندې خپلې موقتې شپې ورځې سبا کوي. د دوی لویه وسله او وسیله پیسې یعنې مال او دولت دی، د همدې مال دولت په مټ یې همیشه په غریبو هیوادونو کې داسې یو څه لاسپوڅي یا په معاصره اصطلاح اجینټان پیدا کړي چې په هماغوی خپل شیطاني پلانونه عملي کوي او د همدوی په مټ په غریبو هیوادونو کې خپل قدرت په مخ بیایي. همداراز دوی ته د اخلاصمندو لاسپوڅو/ایجنټانو په انتخاب کې خپل معیارونه او ځانګړتیاوې لري، هغه خلک انتخابوي چې ذهني او فکري ډول یې له دوی سره ډیر مشابه وي. د دوی له کلتور رواج او عنعناتو نسبتاً ډیر متاثر وي، اسلامي مفکوره یې نسبتاً تر نورو ډیره کمزورې وي، د اسلام په باره کې ورسره علم په هغه کچه نه وي چې د دوی له فتنو او دسایسو خبر شي، له اسلامي تاریخ نه بالکل ناخبره او یا هم ورته اسلامي تاریخ بابیزه ښکاري. بس مال دولت عیش او عیاش ورته د ژوند لوی هدف ښکاري او یواځې په دې عقیده وي چې څرنګه خپل ځان لوړ کړي او ښه ژوند وکړي. لنډه یې دا چې طاغوتي نظامونه لمده خټه پیدا کوي چې لږ اوبه یې دارو وي او د دوی له نظام نه په پټو سترګو متاثر شي، هغه خلک چې دا راز خصوصیات لري پیژندل یې ګران نه وي، یو ساعت وخت تیرولو سره یې عادي انسانان هم پیژني، بیا خو دې نظامونو سره ډیر مکار، چالاک او هنرمند خلک همیشه وي.

د دې طاغوتي نظامونو تکنیکونه او دسیسې وخت په وخت او حالاتو سره سم عصري او مجهز کیږي، د دې لپاره چې په یوه داسې هیواد کې خپل نفوذ پیدا کړي او تر خپلې قبضې لاندې یې راولي د همدې لاسپوڅو/ایجنټانو نه په استفادې په هاغه ملک کې مختلف ډوله سازشونه، دسیسې او فتنې جوړې او شروع کړي، بیا د همدې خلکو په ذریعه چې دوی ورته هر قسم کومک ورکوي مثلاً نقدې مرستې، موټر، قسم قسم وسلې چې بیا ایجنټان د همدې ذریعو په واسطه په هماغه هیواد کې داسې یو حالت جوړ کړي، چې عام ولس په تکلیف، کشمکش او عذاب کې اخته شي مثلاً په اقتصادي لحاظ ولس کمزوری کړي. کله چې د عام ولس اقتصاد خراب شي، نو په سلو نورو بدبختیو اخته شي، تعلیم او تربیې نه لرې پاتې شي، د دې لپاره چې یو څو روپۍ د خپل ضرورت د رفع کولو لپاره پیدا کړي په مختلفو غلا ګانو او غیر شرعي کارونو لاس پورې کړي. په هغه حکومت کې شته ادارو کې فساد دومره اوج ته ورسوي چې د ولس چیغې وباسي، کله چې ولس داسې یوه حالت ته ورسیږي، حالات دومره ترینګلي شي او حتی تر دې ورسیږي چې خبره د طاغوت وي او خوله د ایجنټانو، د دوی له خولې هغه څه اوریدل کیږي چې هغوی په پلان کې لیکل شوي موجود وي. د دواړو همدا یو هدف وي چې موجوده حکومت که هر ډول وي د ولس په زړونو کې هغه بدنام کړي، زړونه یې ورنه تور کړي. ولس هم د داسې یوه حالت په لټه کې وي چې د دوی پرهرونو ته مرهم ولګوي، خپلې او د بچیو وږې خیټې مړې کړي. دا نو داسې یو حالت دی چې دا نظامونه د خپل شته طاقت په مټ هغه موجوده کمزوری دولت او حکومت په څو شپو ورځو کې ړنګ کړي، دا یې لومړی بریالیتوب دی چې د لیکل شوي پلان له مخې روان دي. په دې شپو ورځو کې بیا دوی په خپل هیواد کې دننه پټ جشنونه لمانځي.

بل پړاو د طاغوتي نظامونو له پورته کامیابۍ وروسته په مقبوضه شويو هیوادونو کې د خپلې خوښې حکومت جوړونه ده، که څه هم د دوی له مالي، مشاورتي همکاریو پرته نه وي، په خپله خوښه د یو څو میاشتو لپاره موقته اداره جوړه کړي تر څو په دې موده کې خپلې پنجې د هیواد په ګوډ ګوډ کې ښخې کړي. یو ورته (رئیس جمهور) په نوم مشر کړي او باقي وزیران او هر وزیر ته په لسګونو خارجي مشاورین، تر څو وزیران په داسې انداز تربیه او روزنه ورکړي چې څو کاله وروسته دې ته هم اړتیا پیښه نه شي چې همدا حکومت بیا خارجي مشاورینو ته اړتیا ولري. له موقتې ادارې وروسته پروګرام څه دا رنګه مهندسي کیږي.

ټول حکومت په ایجنټانو ویشي چې یو هم ورنه خفه نه شي، د حکومت حساس وزارتونه، ریاستونه، ولایتونه او بل هر اداري پوسټ په ډیرې زیرکتیا او کامل مهارت سره تقسیموي، دا ځکه چې ټول هیواد تر اخره همدوی ته مجبوره پاتې وي. ټول داسې یوه حالت کې ساتي چې یو هم ورنه رپ ونه وهلی شي، د دوی یو بې ځایه خبره او اقدام خپل مرګ ته د بلنې ورکولو په معنی وي، په زرهاوو قسمه پټ جاسوسي او حکومتي رازونه ورسره خوندي وي، د حکومت د مشر او نورو وزارتونو سره سره دوه داسې مهم وزارتونه وي چې خپله ټوله بودیجه په همدې مصرفوي، هغه باید سل په سله کې د دوی تر اسارت، امارت او کامل حاکمیت لاندې قرار ولري. یوه لحظه هم نه پریږدي چې دوی له دې دوه وزارتونو ناخبره پاتې شي، یواځې دا نه چې دا داخله او ملی دفاع وزارتونه څاري بلکې د همدو په وسیله ټول هیواد کنټرولوي، د هر یوه کس له خولې او فکر ځانونه له همدې وزارتونو خبروي او بیا ورته هماغسې پالیسیانې او پروګرامونه جوړوي. ځینې ځینې خو په کې تري تم شي، د مړي او ژوندي یې معلومات نه کیږي، ځینو ته په کې دومره شکنجه ورسوي چې ذهني توازن یې له منځه لاړ شي، ځینې په کې په ابدي بند محکوم شي. دا هغه کارونه وي چې دوی مهندسي کړي، دا ظلمونه او وحشتونه دوی د میډیا له لارې خلکو ته نه رسوي بلکې په شفاهي ډول ورنه خلک خبروي او په عام ولس کې د طاغوطي نظام ویره خپروي.

تر ټولو خطرناکه وخت همدغه وي چې طاغوتي نظام د هیواد څپک څپک ځمکه کې د سیلاب په څیر انتشار کوي، بله خوا په دې کوښښ کوي چې داسې نور خلک وروزي تر څو دوی (طاغوطي نظام) وزغملای شي. د دې هدف لپاره نو دوی همدې مقبوضه هیواد کې داسې پروګرامونه او برنامې په لاره اچوي چې هم خلک ورسره مصروف وي او هم خپل هدف تر لاسه کړي، مثلاً د مختلفو ټریننګونو په نوم دوی ډیر عادي پروګرامونه تر کلیو او بانډو پورې غزوي. د بیلګې په ډول د ښځو حقوق، ډیموکراسي، حکومتوالي حتی زرهاوو نویو ځوانانو ته د دې لاره هواروي چې غربي هیوادونو ته یې تعلیم ته ولیږي. د سلو پر ځای ورباندې زر ډالره مصرفوي تر څو همدومره ژر یې له نظام متاثره شي. دې حساس حالت کې دوی د ایجنټانو پر ځای په عام ولس ډیر کار کوي، ډیرې پیسې مصرفوي چې ډیر مفاد یې تر لاسه شي. کله چې مکمل نظام د دوی لاس ته ولویږي نو په ډیره نرمه لهجه خلک بدلولای شي، د یو څو روپیو په بدل کې ولس داسې راګیروي لکه یوه پنجره کې دې چې یو کس اچولی وي او ورته وایې ازاد یې خو په اصل کې دا ازاد نه بلکې پوره بندي وي. له هرې قانوني او غیر قانوني وسیلې دوی اعظمي استفاده کوي تر څو د خلکو ذهنونو هغه څه ته اماده کړي او دا ورباندې ومني چې دوی هر څه کوي د ملت او ولس په ګټه دي، خو د پردې په بل اړخ کې هر څه متضاد وي. د میډیا له لارې د غیرقانوني، غیرشرعي حکومت په طرفدارۍ دروغژن تبلیغات د (ټلویزیون، راډیو، اخبار، انټرنټ، بروشرې، بینرې اونور) قسم قسم وسایلو باندې شپه ورځ خپروي، ځکه پر دې هر څه د دوی مکمل تسلط وي، پیسې، وسایل، مشورې او خوراک څښاک ټول همدوی ورکوي، نو نشریات به یې خامخا د طاغوت په سود وي.

پرلپسې ډول ډول لیکل شوي پلانونو عملي کولو ته زبردسته زمینه برابروي، چې له دې جملې څخه یې یو هم عیسوي مذهب ته تبلیغ دی، داسې یو مذهب چې په اسلام کې سراحتاً د هغې مذهب د منسوخیدلو دلایل ځای پر ځای او وخت په وخت لیدل کیږي. څرنګه چې دا پروګرام غیر محاربوي او د اسلحو د استعمال نه بغیر اجرا کیږي، د دې لپاره دوی نور کارپوهان او متخصصین د معاش په بدل کې استخداموي. په مسلمانه ټولنه کې د عیسوي مذهب د انتشار او خپراوي لپاره دوی مختلف قسمه ګروپونه خپل هدف ټاکلي وي چې دغه متخصصین یواځې په همدې ګروپونو کار کوي تر څو یې میلان عیسوي مذهب ته پیدا شي. دغه هدفونه چې اکثر یې د ښوونځیو شاګردان، ښځې، بې روزګاره ځوانان او بې سواده پوخ عمره سړي وي، دوی هر یوې ډلې ته مختلف النوع او د دوی له ذهن سره موازي برنامې په لاره اچوي، مثلاً د ماشومانو فکري روزنې لپاره مختلف کتابونه چاپوي او په وړیا ډول یې ویشي لکه انجیل د ماشومانو لپاره، د عیسی علیه السلام ژوند لیک او داسې نور انځوریز کتابونه چې هم د ماشومانو د خوښې وړ وي او هم خپل هدف ته ورباندې ژر رسیږي. په دې کې داسې انځورونه ښکل شوي وي، چې د عیسوي مذهب سل په سله ترجماني کوي. د عیسوي مذهب د خپراوي لپاره دوی ته جواز هماغه ایجنټان ورکوي چې د دوی د فاسد حکومت په چوکاټ کې وظیفې اجرا کوي، د دې ژوندی مثال د عراق اوسنی حکومت ده چې د عیسوي مذهب تبلیغ لپاره اجازه ورکړل شوې که څه هم په ټوله عربه نړۍ کې د عیسویت د دین تبلیغ بند دی.

د لیکل شویو پلانونو له مخې د دوی هدف په اسلامي نړۍ کې واکمني او د خپل مذهب تبلیغ د دې لپاره چې خپل پلویان پیدا کړي، تر ډیره حده دوی کامیاب هم روان وي، خو د دوی پورته ټول ذکر شوي پلانونو د شنډولو، بې پردې کولو، رابرڅیره کولو او بې ستره کولو لپاره الله سبحانه وتعالی د خپل وروستني پیغمبر صلی الله علیه وسلم په واسطه موږ ته څوارلس سوه کاله پخوا فرمایلي، چې تر قیامته به په دې وروستي دین کې داسې یوه ډله موجوده وي، چې د حق طرفداری به کوي او حق به بیانوي.

نو په همدې اساس څرنګه چې د طاغوتي نظامونو مفکورې، کارونه او پلانونه د انسانیت په زیان او د دوی په ګټه وي، نو همدارنګه ورته الله سبحانه وتعالی وخت په وخت حق پرست، تابعدار، حق پالونکي، حق ویونکي او له الله نه ویریدونکې کسان راپیدا کوي او بیا د همدوی په ذریعه او جدوجهد الله سبحانه وتعالی دارنګه طاغوتي نظامونه له منځه وړي.

د لومړۍ برخې پای!

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *