۳۰ زره نجونې د افغانستان په مدرسو کې زده کړه کوي

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي دا مهال د هیواد په سلګونو مدرسو کې درې لکه او پنځلس زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

د پوهنې سرپرست وزیر محمد شفیق صمیم د امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي، چې له دغې ډلې دیرش زره نجونې دي، چې د ټولو زده کوونکو شاوخوا ۱۰ فیصده جوړوي.

ښاغلي صمیم همدارنګه زیاته کړې، چې اوس مهال په هیواد کې ټول ټال ۱۰۸۳ اسلامي مدرسې دي، چې ۷۴ پکې دارالعلومونه (څوارلسم ټولګي پورې تعلیمي ادارې) دي. د هغه په وینا لدې ډلې ۴۰ یې ښځینه مدرسې دي، چې ۱۰ پکې درالعلومونه دي.

صمیم وايي تر اوسه یې د اسلامي مدرسو له ۷۰۰۰۰ فارغانو ازموینه اخیستې او شهادتنامې یې ورکړي. هغه وايي د لوړو زده کړو وزارت سره یې هوکړه لیک لاسلیک کړی څو د څوارلسم ټولګي څخه د فراغت شهادتنامې لرونکي د شرعیاتو پوهنځي په دریم ټولګي کې ومني.

داسې ښکاري، چې په مدرسو کې د زده کړو لپاره د نجونو لیوالتیا ډیره ده. د چارواکو په وینا دا مهال په افغانستان کې څه باندې لس میلونه زده کوونکي په ښوونځیو کې په زده کړو بوخت دي، چې شاوخوا ۳۲ فیصده یې نجونې دي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *