اسلام اباد نړیوال اسلامي پوهنتون کې د داخلې لارښود

د اسلام اباد نړیوال اسلامي پوهنتون، چې د تحصیلي چاپیریال او کیفیت له مخې د نړۍ له وتلو اسلامي پوهنتونو څخه دی، هر کال په نهو پوهنځیو او شپږ خپلواکو اکاډمیو (۱۲۰ څانګو) کې د پاکستان دننه او بهر څخه محصلین مني. یاد پوهنتون د ۲۰۱۵ کال په سپټمبر میاشت کې لاندې څانګو ته محصلین جذبوي:

• د عربي، انګلیسي، اردو او فارسي ادبیات

• تاریخ او پاکستان پیژندنه

• تعلیم او تربیه

• اروا پوهنه

• ټولنپوهنه

• اصول الدین

• شرعیات او قانون

• اقتصاد

• اداره او تجارت

• ژورنالیزم او میډیا

• کمپیوټر ساینس او سافټویر انجینري

• سیاست او نړیوالې اړیکې

• ریاضیات او احصائیه

• چاپېریال پیژندنه (محیطي علوم)

• باییو ټکنالوژی

• فزیک

• برقي انجینري

• میخانیکې انجینري

• سیول انجینري

هغه افغان محصلین، چې غواړي پدې پوهنتون کې داخله واخلي، کولای شي د لازمو لارښوونو او مرستې لپاره په اسلام اباد کې د نجم له استازي سره اړیکه ونیسي.

د اړیکې شمیره:

۰۳۳۶۵۷۴۶۶۶۳

نهاد جوانان مسلمان، اسلام اباد ساحوي حلقه

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *