په قرغيو کې د معارف درې ورځنی کورس ترسره شو

راپور: خاکسار وقار

د روان (۱۳۹۱) کال د سلواغې (دلوې) د مياشتې په ۷مه نېټه د قرغيو د نجم سيمه ايزې څانګې له خوا د اسلام پوهنې يو درې ورځنی کورس د (مسلمان ځوان او نېکمرغه ژوند) تر عنوان لاندې پيل شو، دغه کورس چې درې ورځې يې دوام وکړ شاوخوا (۷۰) تنو ځوانانو پکې ونډه اخستې وه.

په لومړی ورځ د جمعيت اصلاح – قرغيو څانګې مسؤول استاد عبدالبصير عظيمي د پروګرام پرانسته وينا وکړه او ګډون کوونکي يې د کورس په اهميت وپوهول، د کورس په اوږدو کې د بېلابېلو استادانو لخوا د قرانکریم تفسیر، احاديثو، سيرت او په اسلام کې د ژوندانه ادابو درسونه وړاندې شول او تر څنګ يې د نجم – قرغيو د فرهنګي څانګې لخوا بيلابېل تفريحي پروګرامونه هم ترسره شول.

د يادولو وړ ده چې د کورس دپایلې په غونډه کې د نجم – لغمان له ولايتي غړو څخه هم ځينو استادانو ګډون کړی وو، چې د هغوی له ډلې څخه د نجم – لغمان ولايتي مسؤول انجينر عبدالرحيم مياخيل هم خبرې وکړې او ځوانان يې دغسې پروګرامونو کې د ګډون کولو لپاره وهڅول، همدارنګه په ياده ورځ د کورس فعالو ګډون کوونکو او د ذهني سياليو ګټونکو ته جوائز او ستاينليکونه ورکړل شو.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *