کنفرانس: راځئ افغان سيد وپيژنو (پيښور)

دغه کنفرانس د ۱۳۹۱ کال حوت په ۲۰ نیټه د يک شنبې په ورځ پيښور کښې د افغانستان اسلامی فرهنګی مرکز په انګړ کی وشو.چي د پيښوردمختلفو تعليمي ادارو زده کوونکو په کښې کډون کړی وو. کانفرنس چی ورور بلال خدمت یی وینادویی کوله د قاري عبدالحی قانت په تلاوت پیل شو.لمړۍ ویناوال یی د افغانستان اسلامي حرکت جمعیت اصلاح د مرکزی شورا غړی او دافغانستانداسلامی فرهنګي مرکز رئيس قاضي محمد حسن اسلامي وو. د افغان سيد جمال الدين ژوند په اړه علمي وينا وکړه او دسید جمال الدین افغانی د ژوند بیلا بیل اړخونه یی روښانه کړه او سيد جمال الدين ئې نه يوازې د افغانستان بلکې د اسلامي نړۍ يو نابغه وګڼلو.د فاضي محمد حسن اسلامی وروسته د افغانستان داسلامی حرکت جمعیت اصلاح د مرکزی شورا غړی او مخکنی ریس ښاغلي دوکتور صفت الله قانت د علامه افغان سيد جمال الدين د مبارزی، فکر او اسلامی امت باندی دهغه د فکر په اثراتو باندی خبری وکړی.نوموړی د افغان سید په دور کی د اسلامی امت عمده مشکلات او بیا د هغوی په وړاندی دافغان سید د مبارزی په اړه پراخ معلومات وړاندی کړل.ښاغلی قانت صاحب وویل: افغان سید داسلام د معاصر تاریخ یو تمدنی پدیده ده، هغه د تاریخ داساسی مراحلو جوړونکی دی او ټول اسلامی امت په دې پوهیږي چی دمعاصر اسلامی ویښتابه بنسټګر افغان سید دی.ورپسې د شهاب الدین غوری لیسی زده کونکی فدالحق د نجم په اړه شعر وړاندی کړ. د پروګرام په اخر کښې په پاکستان کښې د نهاد جوانان مسلمان (نجم) مسؤل ښاغلي ګل احمد هاتف د پروګرام ګډون والو ته د نجم معرفي وکړه او دکنفرانس په اهدافو یی خبره وکړه. نوموړی وویل چی ددې پروګرام څخه زمونږ هدف افغان ځوانان د سید جمال الدین د فکر او مبارزی خبرول دی او هغوی ته د افغان سید د فکر انتقالول دی  او غوښتنه یی وکړه چی د افغان سید په نوم باید علمی او اکاډمیک ځایونه ونومول شی او هغه د فکر څخه باید ټول ځوانان خبر شي.او په اخر کی یی له استادانو،دپروګرام د منتظمنو او ګډونوالو نه مننه وکړه.دپروګرام د خدمت او کنټرول چاری دورور عبدالحی قانت او ورسه د ټیم په غاړه وی.او پروګرام د قاري صاحب شکر الله مخلص په دعا سره پاى ته ورسيد.

1 دیدگاه برای «کنفرانس: راځئ افغان سيد وپيژنو (پيښور)»

  • نوامبر 21, 2017 در t 8:46 ق.ظ
    Permalink

    ډیر ښه، الله جل جلاله دې نور هم بریا درکړي.

    پاسخ دادن

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *