مسابقه والیبال احمد شاه بابا مینه

کابل- ارزان قیمت

۱۳۹۲/۲/۲۷

راپور: حسیب الله”متوافع” د ارزان قیمت د ساحوي حلقې فرهنگی مسئول

د احمد شاه بابا مینې د نجم ساحوی حلقې له خوا د روان کال د ثور په اووه ویشتمه د اصلاح عالی لیسی په انگړ کې د والیبال سیالي ونیول شوه. دغه مسابقه د پل چرخي سیمې (صافی کوټ) ټیم او د احمد شاه بابا مینې (اتل) ټیم تر منځ د د سهار له اته نیمو تر یولس نیمو بجو ترسره شوه چې د اتل ټیم په بریا پای ته ورسېده.

د سیالۍ په پای کې د جمعیت اصلاح د ساحوي دفتر مسئول، مولوی صاحب غوث الدین طاهری لخوا لوبغاړو ته لنډه وینا وشوه او ورپسې د احمدشاه بابا مینې د نجم ساحوي حلقې له خوا برابرې شوې ډالۍ د نجم د ساحوي حلقې د مسئول، مولوی صاحب محمد خالد او مولوی صاحب غوث الدین په لاس گټونکي ټیم ته ورکړې شوې چې پکې دیني کتابونه او د ورزش جامې او وسایل شامل وو.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *