د (درس خواندن را معیاری بسازیم)کنفرانس دایر شو

د کابل ولایت د نجم تعلیمي برخې د (درس خواندن را معیاری بسازیم) تر عنوان لاندې کنفرانس دایر کړ.
کنفرانس د جوزا میاشتې په ۲۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ په خوشحال خان کې د سید جمال الدین افغان په تالار کې د خلیل الرحمن سعید په ویندویۍ او د عزالدین په غږ د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شو.
د کنفرانس میلمانه د نجم رئیس دوکتور رحمت الله زاهد، د نجم د تربیت برخې مسؤل احمد ارشاد احرار او د کابل ولایت د نجم مسؤل انجنیر روح الله ساحل وو.
د کنفرانس کوربه له لنډې مقدمې وروسته د کابل ولایت د نجم مسؤل انجنیر روح الله ساحل ته بلنه ورکړه تر څو د علم په ارزښت او ضرورت خبرې وکړي. نوموړي د قرآن کریم او احادیثو په استناد سره د علم د ارزښت له بیان وروسته د افغانستان او اسلامي هیوادونو په علمي، تخنيکي، اقتصادي، ټولنیز، سیاسي او نورو برخو کې شته کمیو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې که غواړو د اسلامي امت په شان په عزت، آرامۍ، سوکالۍ او خوښۍ کې ژوند وکړو نو اړ یو چې په یادو برخو کې ټولې تشې په علمي ځواک سره ډکې کړو او د دښمنانو د غیر مستقیم اقتدار څخه ځان په ريښتیني ډول آزاد کړو.
د کنفرانس دوهم ویناوال احمد ارشاد احرار د زده کړې، مطالعې او امتحان په مؤثرو لارو تفصیلي خبرې وکړې. د زده کړې او مطالعې لپاره په شته ستندرد لارو سربېره یې د زده کړې او علم د زده کولو په ضرورت باندې پوهېدل اړین وبلل. دې ته یې هم اشاره وکړه چې که له کومې برخې سره علاقه نه لری نو په زور زده کول یې لاره نه ده او زمونږ د ځوان نسل هڅې او کوښښونه په هغه څه کې باید مصرف نه شي چې شوق او ذوق یې غوښتنه نه کوي.
په پای کې د کنفرانس لسګونو مشارکینو ته د نجم رئیس دوکتور رحمت الله زاهد لنډې خبرې وکړې، نجم یې معرفي کړ او د نجم په اهدافو او هغو ته د رسیدلو په لارو یې رڼا واچوله.
دوکتور زاهد په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې نجم په فروعي او هغه مسائلو کې چې اختلاف پکې طبیعي خبره ده، نه غواړي خپل منسوبین مصروف کړي بلکه غواړي ځوانان په هغو مسائلو سره راټول کړي چې د ټولو تر منځ مشترک دي. وروسته یې له ټولو ګډونوالو څخه غوښتنه وکړه تر څو د نجم په ټولو نورو برنامو کې ګډون وکړي او همکار ورسره پاتې شي.
کنفرانس له یو نیم ساعت وروسته په دعاء سره پای ته ورسید.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *