په جلال اباد کې د اسلامي روزنې دوره پاي ته ورسېده!

نهاد جوانان مسلمان (نجم) د تير په څير بيا هم د اوړې په رخصتيو کې د اسلامي روزني دوره ترسره کړه.
نوموړي دوره چه هره ورځ يې د سهار د اوو نه تر نهو بجو د جلال اباد عيدګاه مسجد کې د سرطان د مياشتي (۱-۱۴) پوري دوام درلود، د جلال اباد لسګونو با احساسه ځوانانو په کې برخه اخيسته.په دغه دوره کې د قرآن کريم، احاديثو، فقهي، تزکيې، اخلاقو، اسلام پيژندني او نور مهم درسونه د جمعيت اصلاح، ننګرهار پوهنتون او د امام ابويوسف دارالعلوم د استادانو له خوا تدريس شول.

د دوري وروستي ورځ د جميل باسط په وياندويي او د قاري صفي الله ګوهري پهتلاوت پيل شوه. د غونډي پيليزه وينا د استاد غلام رحمن فقيرزي له خوا واورول شوه چې ځوانان يي خپل اصلي هدف ته متوجه کړل. ورپسې د جمعيت اصلاح د ختيز زون مسؤل استاد عبدالرحيم صراف وينا وکړه او د خبرو په ترڅ کې يې ځوانان خپلو مسوليتونو ته متوجه کړل او ويې ويل: په افغانستان کې د ځوانانو د بي لاري کولو لپاره مختلف وسايل په کاراچول شويدي او د دې لپاره کار روان دي چه د ځوانانو څخه خپل اصلي هدف غلط کړي، او په ځوانانو يې غږ وکړ چه بايد ويښ و اوسي.

د غونډي بل ويناوال د ننګرهار د پوهني رياست د علمي او ديني چارو مرستيال استاد ملکيار شګيوال وو، چه د پوهني رياست په نماينده ګي يې د نجم څخه د مننې تر څنګ نجم ته  په نورو فعاليتونو کې د برياليتوب هيله څرګنده کړه.

خوږ ژبي ترانه ويونکي قاري عبيدالله په خپل ښکلي غږ سره د غونډي ګډونوال ونازول. د جمعیت اصلاح د ننګرهار ولایت مسؤل استاد نعمت رسول نعمتيار د غونډي بل ويناوال وو چه د خبرو په ترڅ کې يې ځوانان يې د اسلامي تاريخ مطالعي ته وهڅول او د ټولني په تغير کې يې د ځوان رول واضحه کړ، بيا د نجم عمومي ريسدکتور رحمت الله زاهد د اسلامي نړۍ په موجوده حالاتو بحث وکړ، او هيله يې وښوده چه دغه حالت د اسلامي  نړۍ په خير تمام شي.

د غونډي ورستي ويناوال  د نجم ننګرهار مسؤل قدرت الله جاهد وو چې د نجم په فعاليتونو يې رڼا واچوله او ځوانان يې د نجم په کاروان کې روانيدو ته وهڅول، د غونډي په پاي کېد دوري ګډونوالو د اسلامي روزني د دوري څخه خپلي خاطري حاضرينو ته واورولي، او د دوري  فعال ګډونوال د نجم لخواپه تحفواو ستاینلیکونو ونازول شول. غونډه د مولوي صاحب محمد اسمعيل مشفق په دعا پاي ته ورسيده.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *