جمعیت اصلاح او نجم په ګډ پروګرام کې اختر ولمانځه

جمعیت اصلاح افغانستان او نهاد جوانان مسلمان (نجم) د کوچني اختر په دریمه د اختر مبارکۍ غونډه وکړه.
غونډه د اختر په دریمه ورځ سهار نهه بجې په شهرنو پارک کې د قرآن کریم د حزب الله ناصح په غږ د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
د اختر مبارکۍ دې غونډې ته سلګونه کسان راغلي وو.
غونډې ته د نهاد جوانان مسلمان افغانستان (نجم) فرهنګي برخې په زړه پورې برنامې جوړې کړې وې چې ګډونوال یې خوښ وساتل.
فرهنګي برخه سیالیو، لوبو، تمثیلي پارچو او نورو برخو ته شامله وه.
د فرهنګي برنامو په یوه برخه کې تمثیلي پارچه په زړه پورې وه. یو کس اوبه خرڅولې، دوهم یې اوبه وڅښلې خو د پیسو د ورکول پر ځای یې پاتې اوبه خرڅوونکي ته وروشیندلې او وتښتید. اوبه خرڅوونکي هم ستل پسې راواخیست او د ګډونوالو په منځ کې یې داسې ښودله لکه له ستل څخه چې اوبه شیندي خو په هغه کې چاکلیت وو، او د تښتیدونکي پر ځای یې په ګډونوالو یې وروشیندل.
د ماشومانو تر څنګ د حبیبیې لیسې متعلم اسد الله ریان هم خپل شعر په ترنم کې واوراوه چې د هیواد د جوړولو پیغام پکې پروت وو.
اسد الله ریان د شعر په مطلع کې راغلي وو چې “جوړوم دې اې هیواده که دې خښتې زما ځان شي.”
د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا رئیس ښاغلي استاد نصیر احمد نويدي هم وینا وکړه، په دې یې خوښي څرګنده کړه چې د اختر مبارکۍ په یو ښکلي پروګرام کې خپلې خوښۍ سره شریکوو او ښایو چې دا زمونږ د ټولو ګډ اختر او دیني ارزښت دی.
استاد نویدي په هیواد کې د روانو ناخوالو او په رمضان میاشت کې په مختلفو سیمو کې د راغلو سیلابونو په اړه هم خبرې وکړې. په دې یې هم خوښي څرګنده کړه چې د سروبي په ولسوالۍ کې د سیلاب ځپلو سره د هیواد له ګوټ ګوټ څخه هیوادوالو د خپل وس او توان مطابق مرستې راټولې کړې، د ویش لپاره یې په جمعیت اصلاح باور وکړ او مستحقینو ته وویشل شوې تر څو د مسلمانې ټولنې په حیث بیوزله کسان هم د اختر په خوښیو کې راسره شریک کړو.
د جمعیت اصلاح د مرکزي زون له خوا د پروګرام ټولو ګډونوالو ته د پروګرام په منځ منځ کې کیک، جوس او اوبه هم وویشل شول.
دا ډول غونډې د یادې ټولنې له خوا په تیرو کلونو کې هم دایرې شوې دي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *