په کابل کې د مصر د پوځ لخوا شهيد شويو غایبانه جنازه او د کودتاچيانو د کودتا غندنه وشوه

د نجم او جمعیت اصلاح په ګډون د هیواد یو شمیر دیني او اجتماعي ډلو او سیاسي حزبونو نن جمعه د سنبلې لومړۍ په پلازمینه کابل او ګڼو نورو ښارونو کې د مصر او سوریې له مظلومو ولسونو سره خپله همدردي د لاریونو او غونډو په ترڅ کې ښکاره کړه.
په کابل کې په سلګونه هیوادوال، پداسې حال کې چې د رابعة العدویة سمبول (څلور ګوتې) او د ښاغلي محمد مرسي عکسونه یې له ځانو سره لیږدول، د عیدګاه په مسجد کې د جمعې له لمانځه وروسته راټول شوي وه او د مصر او سوریې د شهیدانو غایبانه جنازه یې ادا کړه او په دواړو هیوادونو کې د ظالمو رژیمو له خوا روان قتل عام او زور زیاتی یې په کلکه وغنده.
نجم پداسې حال کې چې په افغانستان او د اسلامي امت او نړۍ هر ګوټ کې د بې ګناه انسانانو وژل غندي، په اسلامي دولتونو او ځانګړي ډول افغان دولت غږ کوي څو د دې ظالمو رژیمو د بې رحمانه کړو په اړه ښکاره موقف غوره کړي او پدې اړه خپله انساني او دیني دنده ترسره کړي.
نجم همدارنګه له خپلو غړو او منسوبینو مننه کوي چې په کابل کې د جوړ شوي لاریون په تیاري او تنظیم کې یې پوره ونډه واخیسته. د نجم رهبري هیئت د هیواد او اسلامي امت ټولو ځوانانو ته د سوکاله، ښیرازه او پرمختللې راتلونکې غوښتنه کوي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *