ننګرهار نجم د همکارانو اجتماع

راپور: شکران احسان

نجم-  ننګرهار مرکزي حلقي د روان کال د سنبلي د میاشتي په ۱۷مه نیټه خپله دهمکارانو پنځلس ورځنۍ اجتماع تر سره کړه.
یاده اجتماع مازیګر مهال؛ د نجم د همکار زبیر احمد په ویاندویۍ او د قاري صاحب شوکت زمان په تلاوت پیل شوه ، ورپسي د سرور کاینات محمد مصطفی(ص) داحادیثو درس د طارق مصلح لخوا ګډونوالو ته وړاندي شو، د اجتماع په دریمه برخه کې د ننګرهار اصلاح غږ رادیو مسول استاد حبیب الله زیار حاضرینو ته “د مسلمان ځوان د ژوند د  هدف“ تر سرلیک لاندی تربیتي درس وړاندي کړ او ویې ویل چې: مسلمانان باید همیش اخروي ژوند ته د دنیا په لږ او هیڅ ژوند باندي ترجیح ورکړي او د کوم اساسي هدف یعني د الله دعبادت لپاره چې انسان ځمکي ته رالیږل شوی په پوره  کولو کې کمي ونکړي.
لکه چې نبي (ع) هم فرمایې: که چیري دنیا د الله تعالی په نزد د مچ د وزر په اندازه ارزښت هم درلودای نو کافر ته به یې ترې یو ګوټ اوبه هم نه وی ورکړی. ((ژباړه))
همدارنګه یې زیاته کړه چې مسلمان ځوانان باید د قوې مطالعي په اساس د اسلام په حقانیت  ځان پوه کړي چې له دي لاري به دوی د کفر د بطلان حقیقت هم ښه  درک کړی اوسي.
د فقهي درس هم د نجم د همکار حبیب الله هلال لخوا د فقهي اصطلاحاتو د موضوع په وړاندي کولو سره پر مخ یووړل شو.
ورپسي د اجتماع د ګډونوالو لپاه تفریحي برنامي هم وړاندي شوي، او پروګرام د نجم-ننګرهار مرکزي حلقي د مسول حضرت علي راشد لخوا په دعا سره پای ته ورسیده.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *