د ننگرهار نجم د اعضاوو پنځلس ورځنۍ اجتماع ترسره شوه

راپور: شکران احسان

تاریخ: ۱۳۹۲/۶/۲۸ – پنج شنبه
نجم- ننګرهار مرکزي حلقه
نجم- ننګرهار مرکزي حلقي د اعضاو لمړی اجتماع وکړه، چې له دي وروسته په به هروپنځلس ورځو کې یو ځل ترسره کیږي نوموړي اجتماع د پنجشنبي په ورځ د سنبلي د میاشتي په ۲۸مه نیټه په د مازیګر په درې بجو د نجم د رکن حضرت علی راشد په ویاندویی پیل شوه، پروګرام د نجم د رکن انجینر انس فدایې لخوا د کلام الله مجید د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.
د اجتماع لمړی ویناوال د جمعیت اصلاح افغانستان غړی او د امام ابویوسف عالي دارالعلوم استاد مولوی صاحب زبیر مخلص وو چې د ‘سمع  او طاعت’ تر عنوان لاندي یې ګډونوالو ته یو  هر اړخیز او ارزښتمند درس وړاندي کړ.
محترم استاد د خپل درس پر مهال د سمع او طاعت په موضوع د قرآن او حدیث په رڼا کې بحث وکړ، او ویې ویل چې نبي کریم ص وفرمایل چې  زه تاسو ته په پنځو شیانو امرکوم په کومو چې الله پاک ما ته امر کړیدی ؛ سمع، طاعت، هجرت، جهاد او اسلامي جماعت.
د همیش لپاره باید خپل ځان په دي عادت کړو چې د خپلو مشرانو اطاعت وکړو ، او د سمع او طاعت په عادت هغه وخت ښه او اسانه روږدې کیدلای شو چې د خپل دغه عادت په مقابل کې د الله څخه د جنت طمع ولرو.
محترم استاد په مختلفو عملي مثالونو سره چې د اسلامي سیرت یوه برخه یې جوړوله د سمع او طاعت رښتونی مفهوم د نجم اعضاوء ته وړاندي کړ، او و یې ویل چې  د اسلام په سپیڅلي دین کې ځکه په سمع او طاعت ډیر تاءکید شویدی چې د مسلمانانو د وحدت او یووالي او د اسلامي جماعت د کامیابیدو سبب ګرځي.
د اجتماع په وروستۍ برخه کې د اعضاو د اجتماع د وخت په باره کې هم تصمیم ونیول شو، او پروګرام د محترم استاد لخوا په دعایه سره پای ته ورسید.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *