د جلال اباد شمس لندن اکاډمي کې دينی او علمی سیالي ترسره شوه

راپور: امداد الله رحماني

د ۱۳۹۳ هـ ش کال د میزان په ۲۴مه نیټه د نهاد جوانان مسلمان ننګرهار لخوا شمس لندن اکاډمي (لېسې) کې یوه دیني او علمی سیالي ترسره شوه .

د یادې سیالۍ لپاره دوه اونۍ وړاندی نوم لیکنه پیل شوې وه چې پکی شاوخوا ۵۰ تنو د شمس لندن اکاډمی زده کوونکو نوم لیکنه کړی وه .

سیالي نن د ميزان د مياشتې په ۲۴مه نېټه د سهار په لس نيمو بجو د قرآن کریم په مبارکو ايتونو او ننګرهار کې د نجم تعليمي مسؤل شجاعت مومند په ویاندیۍ پیل شوه .

د سیالۍ لومړی ویناوال د شمس لندن اکاډمۍ مدیر ښاغلی شریف الله فضلي و. ښاغلي فضلي داسې سیالۍ ډیرې اړینې وبللې او د نجم څخه يي مننه وکړه چې دا سیالي د زده کوونکو لپاره په لار اچوي .

دويم ویناوال د نجم ننګرهار رئيس ښاغلی انجینیر انس صافی و. ښاغلي صافي د شمس لندن اکاډمي د ادارې څخه مننه وکړه چې د نجم سره د برنامو په جوړولو کې همکار ول .

له دې وروسته د سیالۍ پوښتنې پېل شوې چې دا برخه د امداد الله رحماني له خوا وړاندې شوه د ازموینې قواعد بیان شول او زده کوونکي په څلورو ګروپونو وویشل شول .

د څلورو ګروپونو له رقابت وروسته د حضرت ابوبکر صدیق ګروپ په لومړي مقام او حضرت عمر فاروق په دويم مقام ګټوونکي شول او خپل مډالونه او جوایز يې تر لاسه کړل.

پروګرام په ۱۲ نيمو بجو په دعا سره پای ته ورسید.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *