کابل، جلال اباد او هرات کې د مسجد اقصی په ملاتړ لاريونونه ترسره شول

د نهاد جوانان مسلمان افغانستان (نجم) له خوا په کابل ښار، هرات ښار او جلال اباد کې د اقصی مسجد په ملاتړ او د اسرايلی حکومت پر مسجد اقصی د تیریو د غندنې په موخه لاريونونه ترسره شول چې په کې سلګونو محصلينو، متعلمينو، استادانو، ديني علماوو او نورو مسلمانو هېوادوالو برخه واخيسته.

د يادونې وړ ده چې د ۲۰۱۴ ميلادي کال د نومبر د مياشتې په څلورمه نيټه د چهار شنبې په ورځ د مسلمانانو لومړۍ قبله او دریم مقدس ځای مسجد اقصی د صهيونیستي نظام لخوا د بې شرمانه يرغل لاندې پداسې حال کې راغی چې مسلمانو لمونځ کوونکو، سپين ږيرو، ښځو او کوچنيانو پکې شتون درلود، یهودي یرغلګرو دی مقدس جومات ته ننوتل او په داخل کې مسلمانان د بريد لاندې راوستل، وهل ټکول يې وکړل، د قرآن کریم نسخې يې لاندې ګوزار کړی او د مسجد اقصی دروازې يي د لمونځ کوونکو پرمخ وتړلې.

د دغه ستر جنایت او ظلم چې د یهودي اشغال په ټوله موده کې بې ساری کړنه ده، د اسلامي نړۍ د متدينو خلکو احساسات را وپارول، د افغانستان مسلمان او مجاهد ملت چې د اسلامي امت يوه نه بيليدونکي برخه ده هم په خپل ځان لازم ګڼي چې د خپلې عقيدې سره سم د صهیونستی نظام دغه ناوړه عمل په سختو  ټکو  وغندي.

په همدې موخه نجم په ټول هېواد او خصوصاً لويو ولايتونو کې د لاريونونه او غونډې راوغښتلې ترڅو د اسلامي امت د لومړۍ قبلې او دريم حرم اقصی جومات څخه د دفاع په موخه خپل غږ پورته کړي.

کابل ښار کی سلګونه مظاهره کوونکو ته د وينا پر مهال د نجم رئيس ښاغلي دکتور رحمت الله زاهد وويل:

“مسجد اقصی زمونږ د ايمان او عقيدې برخه ده، مونږ د هغې په حمايت کې خپل غږ پورته کوو. هغه ملت چې د خپلې عقيدې او خپلواکۍ د دفاع په خاطر ۱.۵ ميلونه شهيدان ورکړي هغه د خپلو عقيدوي ارزښتونو او مقدساتو څخه هر وخت دفاع ته تيار دی.”

د کابل لاريون چې د کوټې سنګي په پله ترسره شو سلګونه تنانو برخه واخيسته. د جلال اباد په لاريون کې هم د ۵۰۰ تنو په شاوخوا کې هېوادوال شريک شول او هم د هرات ښار کې سلګونه تنه شريک شول.

لاريونونه د پنځه ماديز پرېکړه ليک په لوستلو سره پاي ته ورسيدل چې لنډيز يي په لاندې ډول دی:

مونږ افغان ملت د مسجد اقصی او فلسطين څخه ملاتړ کوو، ملګرو ملتونو او ټولو نړيوالو ټولنو څخه په جدي توګه غوښتنه کوو چې د بشری حقوقو او نړیوالو قوانینو په رڼا کې د فلسطینی مسلمانانو مقاومت او په مسجد اقصی کی د مسلمانانو په حق اعتراف او د هغی ملاتړ وکړی. د افغانستان د ملي شوری له دواړو مجلسونو څخه په جدي توګه غوښتنه کوي چې د اقصی جومات بې حرمتي او سپکاوی په سختو ټکو وغندي او په ټولو نړيوالو غونډو کې د فلسطین د ازادۍ او خپلواکۍ څخه په زغرده دفاع وکړي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *