نجم فراه، د سلګونو ځوانانو په ګډون د ځغاستې سیالی ترسره کړه

فراه ولایت کې د نهاد جوانان مسلمان(نجم) او د دی ولایت د سپورتي آمریت په همکاری سره «ځوانان د بدلون په لور» تر عنوان لاندې د ځغاستې سیالی ترسره شوه، چې سلګونه ځوانان پکی ګډون وکړل.

یاده سیالی نن جمعه د (مرغومی۵) د مازپشین پر دوه نیمی بجی د فراه ولایت د شهید پهلوان زمانشاه په لوبغالی کې ترسره شوه؛ چې د سیالی د ګډون والو تر څنګ، سلګونه سیلانیان هم حضور درلود.

په فراه ولایت کې د «نجم» مسوول انجنیر خدایرحیم همت وویل: نجم په فراه ولایت په بیلابیلو برخو کې فعالیت لری چې ځوانان روزی، او دا سیالی د عامه فعالیتونه د څانګې یوه نمونه ده.

ښاغلی همت وویل: د ورزشکارانو او عامو ځوانانو په ګډون څه کم (۳۰۰) تنه پدی سیالی کې ګډون وکړ.
هغه زیاته کړه: سیالی په څلورو کتګوریو (ځوانان، تنکي ځوانان، ماشومان او پنځه سوه متری ځغاستې) کې تر سره شوه؛ چې د څو داورانو لخوا په کلکه تری څاړنه کیدل، او سیالی په نظم سره اجرا شوه.

د فراه ولایت د سپورت او بدنی روزنی آمر محمد اسماعیل قانع چې پدی سیالیو کې په خپله برخه اخیستی وه، وویل: “دا سیالی چې د “نجم” ټولنی لخوا په لاره واچول شوه، واقعا شفافی وې، پاکي وی او عادلانه وی.”

ښاغلی قانع وویل: “نجم، لومړی ټولنه ده چې په فراه ولایت کې د ځوانانو لپاره ورزشی مسابقه جوړه کړه… دا واقعا د ستایلو وړ ده، زه د نجم د ځوانانو نه ډېره مننه کوم.”

د پروګرام په پای کې د سیالی پر لسو بریالیو ګډون والو باندی د نجم لخوا مډالونه، جایزی او سیاینلیکونه وویشل شوی.

سیالی د مازدیګر پر ۴:۳۰ بجی پایته ورسېده.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *