ننګرهار کې د اسلامي روزنې دوره پای ته ورسیده

د نهاد جوانان مسلمان (نجم) ننګرهار ساحوي دفتر له لوري جوړه شوې د اسلامي روزنې اووه ورځنۍ دوره د جمعې ورځ پای ته ورسیده.

د دورې په ترڅ کې، چې لس ګونه جلال اباد ښاریانو پکې برخه اخیستې وه، په بیلا بیلو تربیتی، اجتماعي-اقتصادي او فرهنګي موضوعاتو درسونه وړاندې شوو او تر څنګ یې د ځوانانو د سالمې بوختیا په موخه ګڼ شمیر تفریحي برنامې ترسره شوې.

دوره نن د ننګرهار په غازي امان الله ښارګوټي کې د یوې تفریحي رحلې په ترسره کولو پای ته ورسیده.

نجم هر کال د ژمي د رخصتیو په موسم کې د ځوانانو د پوهې د کچې لوړولو په موخه بیلا بیل پروګرامونه طرح کوي. د اسلامي روزنې دورې په همدې مهال د هیواد په نورو ولایتونو کې هم ترسره کیږي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *