کابل کې د ارکانو لومړۍ میاشتنۍ اجتماع وشوه

انس صافی

د ۱۳۹۴ کال د حمل میاشتې په ۲۸مه کابل کې د نجم ولایتي ادارې په نوښت د دې ولایت د ارکانو لومړۍ میاشتنۍ اجتماع دایره شوه.

د ارکانو اجتماع ته د رهبري هیئت له پیغام اورولو پرته د ولایت اړونده مهمو تنظیمي او اداري مسئلو په اړه بحث او سلا مشورې وشوې.

د نجم مرستیال انجینر ذبیح الله حلیم اجتماع ته وویل، چې ارکان په تنظیمي او تربیتي لحاظ د نجم تر ټولو لوړ پوړي منسوبین دي؛ ځکه نو پکار ده، چې ارکان له نورو ډیر او تر هر چا مخکې د نجم د کارونو په چټکتیا او پرمختګ کې منظمې او مخلصې هڅې وکړي.

کابل کې د نجم ولایتي مسئول انجینر نصرت عبدالله د کابل ولایت اداره معرفي کړه، چې په لاندې ډول ده:

– فهیم عمر، د ولایتي ادارې مرستیال

– حکمت الله حمیدي، د تربیت مسئول

– شکرالله عمر، فرهنګي مسئول

– محمد نعیم بیکزاد، تعلیمي مسئول

– عبدالاحد امید، د عامه فعالیتونو مسئول

– انس صافی، د ارتباطاتو مسئول

– محمد مختار معصومي، مالي مسئول

– عبدالله حنیف، د ورزش مسئول

په سر کې محمد نواب خوښ د کابل ولایت د تعلیمي مسئول په توګه وړاندیز شوی و، خو له مشورې وروسته نوموړی د رسالت فرهنګي انجمن مشر وټاکل شو او په ځای یې محمد نعیم بیکزاد د ولایت تعلیمي مسئول شو.

د بحث عمده موضوعات د ولایتي ادارې د برخو فعالول، تنظیمي توسعه (د نوو ساحوي حلقو جوړول) او د تربیتي نصاب سم تعقیب او پلي کول وو.

ټاکل شوې د کابل ولایت د ارکانو راتلونکې میاشتنۍ اجتماع د ثور په ۵مه د نجم په مرکزي دفتر کې جوړه شي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *