کابل کې له مصر څخه د ملاتړ لاریون وشو

د جوزا په ۷مه نیټه، د پنج شنبې ورځ، د کابل ښار په زړه شهر نو پارک کې د نجم-کابل ولایتې ادارې له خوا د اسلامي امت د علماوو او عدالت څخه د دفاع په موخه، د نجم منسوبینو او لسګونه کابل ښاریانو په ګډون، سوله ایز لاريون تر سره شو.

یاد لاریون د ماسپښین پر ۲ بجو د قرانکریم په مبارکو ایتونو پیل شو. د نهاد جوانان مسلمان (نجم)  رئیس، دکتور رحمت الله زاهد، وویل د لاریون اساسي موخه د مصر له مظلوم ولس سره خواخوږي ښودل او د مصر دیکتاتور حکومت او لاس پوڅو قاضیانو له لوري د مصر پر منتخب ولسمشر دکتور محمد مرسی او د اسلامي نړۍ نامتو عالم او د مسلمانو عالمانو نړیوالې اتحادیې مشر دکتور علامه یوسف القرضاوي باندې د اعدام پریکړه غندل دي. دکتور زاهد زیاته کړه، مونږ په خپل هیواد او ټوله نړی کې د عدالت غوښتونکي یو او د نړی په هر ګوټ کې د ظلم غندنه کوو.

افغانستان کې د مسلمانو عالمان اتحادیې غړي او د سلام پوهنتون استاذ، دکتور فضل الهادی وزین، لاریون ته د وینا پر مهال وویل، مونږ نن د هیواد په زړه کابل کې د خپلو مصري وروڼو او خویندو سره د خواخوږۍ او همدردۍ په موخه راټول شوی یو؛ غوښتنه مو له حکومت څخه دا ده چې د مصر لاسپوڅې محکمې له لوري د مرسي، قرضاوي او نورو علماوو باندې د اعدام پریکړه په کلکه وغندي.

د نجم د تربیت عمومي مسئول ښاغلي حمزه مؤمن حکیمي وویل: “نړۍ په مصر کې د اسلامي حکومت له بریاوو په ویره کې شوه؛ ځکه یې د حکومت د نړولو لپاره ټول اصول او ارزښتونه تر پښو لاندې کړه؛ نه یواځې دا، بلکې د اسلامي فکر د ټپ کولو په غیر واقعي خیال کې یې د مصر مسلمان مشران د اعدام وړ وبلل.”

لاریون د مازدیګر ۴ بجې د نجم فرهنګی مسئول، احمد جاوید صالحي، له لورې د پریکړه لیک پر لوستلو پای ته ورسید.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *