تحصیلی رشته څنګه غوره کړو؟

ډیری ځوانان د کانکور لپاره ښه تیاری نیسي خو تر هغه چې يې په امتحان کې تر مشخصې رشتې حلقه نه وي تاو کړې، په خپل انتخاب کې دوه زړه او کله څو زړه وي.
ډیر با استعداده ځوانان پدې نه پوهیږي چې کومه رشته ووایي. دا ورته یو شان ده چې که انجنیر شي، یا ډاکټر، حقوقدان، کمپیوټر پوه او یا هم ادیب او دینی عالم!
ځینې ځوانان د کورنۍ په خوښه رشته انتخابوي.
څوک یې د عاید اندازې ته ګوري چې چیرته تله درنه وه، هماغه خوا ته ځي.
کم به داسې پیدا شي چې د خاصې رشتې سره د علاقمندۍ په خاطر غوراوی وکړي.

اوس نو خبره دا ده چې ستاسې په آند:

– آیا پدې اړه همداسې بې غورې د زغملو ده، که څه مهم ټکي شته په انتخاب کې ورته پاملرنه وشي؟
– د تحصیلي رشتې د انتخاب لپاره څه معیارونه په پام کې نیول په کار دي؟
– له دقت څخه پرته انتخاب څه زیانونه هم لري که نه.
– تاسې هغو ځوانانو ته چې پدې مهم پړاو کې ولاړ دي، څه مشورې ورکوئ؟

1 دیدگاه برای «تحصیلی رشته څنګه غوره کړو؟»

  • نوامبر 21, 2017 در t 5:17 ق.ظ
    Permalink

    زما په اند هغه رشته باید وټاکو کوم چې افغانستان ورته ډیر ضرورت لري.

    پاسخ دادن

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *