رخصتي مو هم مجبوري ده

دکتور رحمت الله زاهد

شا او خوا پنځه کاله مخکې د کابل د هوا د ککړتيا په بهانه د جمعې د ورځې تر څنګ د پنجشنبې ورځ هم رخصت کړل شوه چې دا کار يواځې په کابل کې ترسره شو، د پنجشنې د ورځې رخصتۍ د کابل د هوا د ککړتيا په له منځه وړلو کې خو مرسته ونکړه، البته د خلکو د کارونو په روسته پاتې کيدو، د دولتي چارواکو د خوبونو په زياتيدو او په غريب هيواد کې د بې ځایه تفريح په ډيريدو کې يې پوره پوره مرسته وکړه.رخصتی

اوس د وزيرانو د شورا د پريکړې سره سم د جمعې او شنبې ورځې بايد په ټول افغانستان کې رخصتي وي او دا وار ددوه ورځو د رخصتۍ بهانه د لويو ښارونو د هوا د ککړتيا په راکمولو کې مرسته نه بلکه د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره د رخصتي سمون دی تر څو په راکړه ورکړه کې ځنډ او خنډ را منځ نه شي.

مونږ د جمعې د ورځې سره د پنجشنبې يا د شنبې د ورځې د رخصتۍ په شرعي او ديني اړخ باندې خبره نه کوو، ځکه پدې اړه په سعودي، کويت، اماراتو او نورو مسلمانو دولتونو کې هم ډير بحثونو شويدي او موافق او مخالف نظرونه پکې د علماؤ شته، البته مونږ د هيواد د حالاتو په نظر کې نیولو سره له دغه مسئلې څخه بحث کوو.

آیا د افغانستان په څير يو غریب هيواد چې د څلورو لسيزو جنګونو يې زيربناوې له منځه وړي دي، ملت یې د نړۍ تر ټولو فقير او غريب ملت دی، پدې هيواد کې استراحت او رخصتۍ ته ډيره اړتيا ليدل کيږي که کار او زيار ته؟

په دولتي ارګانونو کې اوس هم د مراجعينو کارونه په وخت نه ترسره کيږي، دولتي کارکوونکي خپل وختونه په بې ځایه خبرو اترو، ساعت تيرو او رخصتيو تيروي، که يوه بله رخصتي پکې زياته شي، نو دا به د دې هيواد او ملت سره  وفا وي که جفا؟

زمونږ خو متأسفانه چې هر څه د بل چا تابع دي نو آیا د رخصتيانو ورځې هم د بل چا تابع کړو، مونږ دومره مجبوره يو چې رخصتي هم د بل چا په خوښه وکړو، آيا مونږ د تجارت، راکړې ورکړې او سوداګرۍ پرته نور داخلي کارونه نه لرو چې د هغې ترسره کول راته اړين وي؟

زمونږ په هيواد کې د نا امنيو، تلينونو، د لوړپوړو چارواکو د تلو راتلو او داخلي اختلافاتو له امله مو څومره ورځې رخصتي وي چې لا په اونۍ کې دوه رخصتيانو نورې هم ډيرې کړو.

په پوهنتونو او مکتبونو کې د ځوانانو څومره ورځې د ادارو د بې تفاوتۍ، د استاذانو د غفلت او د سيستم د کمزورۍ له امله ضائع کيږي چې په اونۍ کې به دوه ورځې رسمي رخصتي د هغوی تحصيلي او تعليمي بهير نور هم ټکنی کړي.

د شنبې ورځ رخصتي خو به د جمعې د ورځې د رخصتۍ ختمولو ته کوم  چل نه وي؟ ځکه هغه دولتونه چې مونږ ترې مجبوره يو، شنبه رخصت لري يا يکشنبه، نو هسې نه چې يو څه وخت روسته پدغه پلمه د جمعې رخصتي له منځه ويوړل شي او پر ځاي يې يکشنبه رخصتي شي، ګويا دهغوی سره د معاملاتو په ترسره کولو مو اقتصاد نور هم پياوړی شي.

لدې امله زمونږ اساسي غوښتنه دا ده چې يواځې او يواځې په اونۍ کې بايد يوه ورځ رخصتي ولرو او هغه هم د جمعې ورځ، تر څو هم مو سوداګريزه راکړه ورکړه د نړۍ سره برابره وي او هم مو د خپل هيواد په ودانولو او د ملت د کارونو په ښه ترسره کولو کې مرسته کړي وي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *