دعوتګر او معلم!

مدثر اسلامي

ډیری وخت داسې کیږي چې په ټولګي کې یو زده کوونکی د بیلا بیلو دلیلونو له امله د تعلیمي کال له پیله د زده کوونکو او ښوونکو تر منځ د تنبل په توګه معرفي شي او بیا ښوونکي پرته له دې چې د مسئلې له حقیقت نه خبر شي د سرسري قضاوت په اساس نوموړی زده کوونکی له پاملرنې محروم کړي. پدې توګه یوه وړه تیروتنه د زده کوونکي تعلیمي ژوند تباه کړي. ورته پیښې په کورنۍ او ټولنه کې هم کیږي.

بریالی ښوونکی هغه دی چې د زده کوونکو استعدادونه کشف کړي او د هغوی له استعدادونو سره سم ورته مواد او کړنې پلان کړي څو د ټولو زده کوونکو استعدادونه وده وکړي. هغه ښوونکي چې زده کوونکي له څیړنې پرته د مخکني قضاوت په اساس په تکړه او تنبل ویشي د زده کوونکو په هراړخیزه وده کې پاتې راځي.

د دعوتګر دنده کې هم همدا باریکي شته ده. دعوتګر یا ټول وګړي د نیکو کارونو لپاره وړ بولي او د هر چا له شرایطو سره سم یې د هڅونې لپاره لارې وړاندیز کوي او یا له پیله وګړي په نیک او بد ویشي او یواځې هغو ته پام کوي چې نیک ورته ښکاري. دا چاره دوه ستونزې لري. یوه دا چې په ښکاره نیک او بد ټول وګړي د دې حق او وړتیا لري چې دعوتګر ورته پاملرنه وکړي او که دعوتګر یواځې یوې ډلې ته پام وکړي بله ډله محرومه پاتې کیږي. بله دا چې انساني قضاوتونه ډیری وخت په تله برابر نه خیژي، هغوی چې مونږ پرې د بدو ګمان کوو کیدای شي تر نورو ډیر په زړه پاک او مخلص وي.

د مشهورې قاعدې، چې دعوتګر قضاوت نه، دعوت کوي، له مخې دعوتګر ته پکار دي چې د معلم ځانګړتیاوې خپلې کړي. یعنې هر چا ته په خلاصه سینه له هر ډول قضاوت پرته د دعوت پیغام ورسوي. طبیعي ده چې د پیغام اخیستونکي به یا د پیغام هر کلی کوي یا مخالفت او یا به هم لار ترې چپوي. پدې ټولو صورتونو کې د دعوتګر دنده ادا شوې ده.

دعوتګر کوښښ کوي په پوره زیرکتیا او ځانګړي مهارت د وګړو استعدادونه، احساسات او عواطف درک کړي او په ډیره هوښیاري داسې لار خپله کړي چې په پایله کې یې د انسان په زړه کې دیني شعور راویښ کړي او د وخت په تیریدو دا شعور په موج راولي تر څو په پوره مینه د دعوت پیغام واخلي او د پیغام د خورولو لپاره چمتو شي.

دعوتګر دا هم نه هیروي چې تر ټولو احتیاطي ګامونو او لازمو کوښښونو وروسته ځینې وګړي د پیغام په وړاندې په خوځښت نه راځي. داسې وګړو ته د دعوتګر لا پاملرنه د وخت له ضایع کیدو پرته بله هیڅ ګټه نلري.

دعوتګر د وګړو له ظاهر ورهاخوا د هغوی له زړونو او فکرونو سره تړاو جوړوي. له زړونو سره د اړیکې جوړولو په موخه دعوتګر د وګړو لپاه لومړی د خپل زړه دروازې خلاصوي او بیا د نورو زړونه ګټي. دعوتګر پرته له دې چې ځان تر نورو لوړ وګڼي په پوره خاکساري او د نصیحت او خیر غوښتنې په روحیه په ټوله مینه وګړو ته دعوت رسوي. الله جل جلاله هم د داسې دعوتګر ملا تړي او د زړونو دروازې ورته خلاصوي.

له یوې لارې ازمویلو او یا یو کوښښ څخه وروسته نهیلي کیدل د دعوتګر چاره نده. دعوتګر د نورو لپاره په خیر غوښتنه کې دومره حریص دی چې د زړونو د دروازو خلاصولو په موخه بیلا بیلې لارې ازمايي تر څو د الله جل جلاله په مرسته موخې ته ورسیږي.

د دوامداره اغیز د وړتیا اساسي شرط دی چې دعوتګر د دعوت په فلسفه او اصولو له پوهیدلو پرته د مهربان معلم، موثر رهبر او پیاوړي مدیر ځانګړتیاوې خپلې کړي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *