د کندهار دنجم ولایتی ټاکنی ترسره شوی!

دکال دپیل میاشتی اوولسمه وه,یو شمیر ویښو ځوانانو بیاخپل  هوډ نوی کړ او په یو غږ یی وویل:
هوډ دانقلاب لرم __لاس کی می کتاب لرم !!!!
د 1396 ه ش کال دحمل دمیاشتی په 17 نیټه دکندهار په لرغونی تاریخی ښار کی د (نهاد جوانان مسلمان)
نجم ولایتی ټاکنی ترسره سوی, یاد پرتمین پروګرام د انجنیر حمیدالله “محمودی” په خواږه تلاوت او دانجنیر علیم خان “سعید”او احمدالله “جمال یار”په ویاندویی سره پیل سو, دپروګرام ګډونوالو, او له کابل څخه راغلی دنجم درهبری,هیئت غړو ته دنجم کندهار دتیر کال   معاون ښاغلی انجنیر  محب الله”حقمل”  له خوا ښه راغلاست وویل سو , ورپسی دنهاد جوانان مسلمان (نجم) ویاند او دعامه فعالیتونو مسؤل ښاغلی استاد حمزه مؤمن “حکیمی” دپروکرام ګډونوالو ته دنجم تیرو پنځو کلونو په لاسته راوړنو  باندی رڼا واچوله اودنجم لیدلوری یی روښانه کړ,همدارنګه ښاغلی حکیمی صیب زیاته  کړه چی نجم په افغانستان کی دځوانانو په کچه  یوه ستره اسلامی ملی ټولنه ده چی دافغانستان ټولو سیمو او قومونو لپاره مختلفی تعلیمی, فرهنګی ,روزنیزی برنامی لری, له ځوانانو څخه یی غوښتنه وکړه چی دنجم سره مرسته اوهمکاری وکړی .همدارنګه دکندهار پوهنتون استاد ښاغلی صفی الله “جوهر”دنجم دفعالیتونو څخه ستاینه وکړه او ځوانان یی خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړل. دپروګرام دټاکنو بهیر دنهاد جوانان مسلمان (نجم)مرستیال ښاغلی,انجنیر عبدالواحد “همت”په مشرۍ اود  کمیسون دغړو پواسطه ترسره سو چی په نتیجه کی دنجم اعضاوو او ارکانو په زیاتو رایو سره ښاغلی استاد نوراحمد “نیکزاد” د1396 هجری شمسی کال لپاره دمسؤل په حیث وټاکل سو, په پای کی  دکندهار پوهنتون استاد ښاغلی نوراحمد “قران مل” دټاکنو دشفاف بهیر ستاینه وکړه,اوویی ویل چی نجم په رښتیا سره دټاکنو یو شفاف موډل خلکو ته وړاندی کړ,دمجلس دګډونوالو په نماینده ګی یی  دنجم سره دهمکارۍ وعده وکړه او پروګرام یی پخپلی دعاء سره پای ته ورساوه.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *